 | | | دښوونځي له چاپېريال سره دنويوزده کوونکوبلدتياهغوی ته زړورتيا ورپه برخه کوي. |
په افغانستان كې هركال نېږدې(٩٠٠) زره ماشومان (١٢٦٠٠)ښوونځيوکې داخليږي چې يو شمېريې په پيل كې له يولړستونزو سره مخ كيږي. سهيلا د الفتح لېسې د دويم ټولګې زده كوونكي وويل چې لومړى يې په ښوونځي کې زړه تنګېده،کور وريادېده، ژړل به يې او له ښوونځي زړه تورې شوې وه. ماه ګل، دکابل ښاريوې مېرمنې وويل چې دهغې مسئوليت په ښوونځي دماشوم داخلول وو، نورمسووليتونه يې دښوونکوپه غاړه واچول. سيمين دکابل ښاريوې ښوونکې وويل چې والدينوته ښايې خپل ماشومان په ښوونځي کې ترداخلولو مخکې ددرس اوښوونځي له ګټوخبرکړي. تورپيكۍ دکابل ښاريوې بلې اوسېدونکې وويل چې دښوونځي له چاپيريال سره دماشو مانو بلدتيا، هغوی باجرئته اودښه استعداد څښتنان کوي .  | | | ښوونکوته ښايي چې د نويوزده کوونکوسره له مينې او خلوص څخه کارواخلي. |
والدينوته ښايي چې ماشومان له داسې کسانوسره ښوونځي ته واستوي چې دښواخلاقو څښتنان اوله درس او تعليم سره مينه ولري. همدا رازښوونکوته هم لازمه ده چې له نويو زده کوو نکوسره له مينې اوخلوص نه کار واخلي. |