BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:18 گرينويچ 2010 ,06 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: معلولين

معلول
معلولين هم کولای شي دټولنې دنورو وګړو په څېردښه کاراوکسب څښتنان واوسي.
په هر هېواد کې يو شمېر خلک د جنګ جګړو ، ماينونو او طبيعی پېښو له امله معلوليږی ، چې په افغانستان کې د دا ډول کسانو شمېره د يو ميليون په شاوخواکې ښودل شوې ده.

ددې ډول کسانو ځينې يې له بېکارۍ سرټکوي. خان محمددکابل ښاريوتن معلول وويل چې اقتصادي حالت يې خراب دى خو خلک دمعلوليت په پلمه کار نه ورکوي.

خوبل خوا يو شمېر معلولين توانيدلي چې ځانونوته کسب اوکارپيدا کړي. محمد وسيم دکابل ښار يو بل معلول وويل:

"اووه کاله کيږی چې هم د خياطۍ دوکان چلوم اوهم نورو معلولينو ته دمعيبينوپه مرکز کې درس ورکوم او هيڅ د معلوليت احساس نه کوم."

ميرمن وږمې دواړه پښې په راکټي بريد کې له لاسه ورکړې، خو اوس هم دکورکارونه پرمخ بيايي اوهم له کوره دباندې کارکوي.

ددې ډول کسانوپه وړاندې دکورنۍ اوټولنۍ مسووليت څه دى؟ نورګل، دکابل ښار يو ګلدوز، وويل:

" ميرمن مې معيوبه وه، هغې ته مې ګلدوزي ورزده کړه، اوس له خپل کارڅخه راضي ده اومعلوليت هيڅ نه احساسوي."

معلوله
په افغانستان کې دمعلولينوشمېره ديوميليون په شاوخواکې ښودل شوېده

همدا راز عزيز دکابل دښار يونجار يومعيوب هلک ته پخپل دکان کې نجاري ورزده کړې، چې نوموړى اوس خپل دکان لري اودښه کاروبارخاوند دى.

که چيرې کورنۍ او دټولنې نور غړي دمعلولينو سره بې ځايه زړه سوى ونه ښيي اوپه ځاى يې هغوئ ته کاراوکسب ورزده کړي، خپله دنيايي او ديني دنده به يې سرته رسولې وي.

د مېلمستونونو پاکوالید ښار غږ
د مېلمستونونو پاکوالی
ځوانان او مسلکي مهارتونه د ښار غږ
ځوانان او مسلکي مهارتونه
دمطالعې فرهنګدښار غږ
دمطالعې فرهنګ
زده کوونکي او ژمنۍ رخصتيدښار غږ
زده کوونکي او ژمنۍ رخصتي
ژمنۍ رخصتي د ښار غږ
ژمنۍ رخصتي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>