 | | | ژمنۍ رخصتي د محصلينو لپاره د زدکړې ډېر ښه فرصت شمېرل کيږي. |
د ژمی په موسم کې سړوسيمودلوړو زده کړو موسسې تړل کيږي، چې محصلينو ته دنوي تعليمي کال لپاره دتياريو غوره وخت ګڼل کيږي. فرشتې، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د(١٣٨٨) کال فارغ التحصيلې وويل : "تل به مې په ژمنيو رخصتيو کې ډېر درس وايه چې په پايله کې يې اول نمره فارغ او په همدې پوهنځي کې استاده شوم." خو يو شمېر محصلين له دې رخصتيو سمه ګټه نه اخلي چې وروسته بيا له ستونزو سر ه مخ کيږي. عبدالحق د کابل پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي محصل وويل: "په ژمينو رخصتيو کې مې هيڅ درس نه وايه، تر فراغت وروسته په هيڅ شي نه پوهېږم ، چې له امله يې دنده هم راته نه پيدا کيږي او بې روزګاره ګرځم."  | | | ژمنۍ رخصتي محصلينو ته دنوي تعليمي کال لپاره دتياريو غوره وخت ګڼل کيږي. |
مفيد د حقوقو د پوهنځي محصل په ژمنيو رخصتيو کې انګليسي ژبه ، کمپيوتر او خپل نور درسونه ښه زده کړي چې اوس ښه په ځان ډاډه دى. ژمنۍ رخصتي د محصلينو لپاره يو ښه فرصت دی چې له هغې په ګټې اخستنې سره هم ډېر څه زده کوي او هم په راتلونکی کې د يوه ښه کاروبار خاوندان کيږي . |