برېښنا د ژوند اړتيا اوپه ورځني ژوند کې، په ځانګړی ډول د ژمي او دوبي په موسمونو کې، خلک ورڅخه ډېره ګټه اخلي. ځيني خلک برېښنابې ځايه لګوي چې پدې ډول هم ددوئ دبرېښنا دلګښت بل لوړيږي اوهم ورسره دنوروګاونډيانوبرېښنا کمزورې کيږي. ذولفقار د کابل ښار اوسېدونکي دبرېښنا له هغومصرف کوونکو څخه سرټکوي چې په يوه وخت له ډول ډول برېښنايي توکيوڅخه ګټه اخلي. هغه وايي چې ماښام مهال يې عادي څراغ هم نه روښانه کيږي. د کابل ښار ديوه جکشن مشر،سيد نذيروويل: "کله چې له برېښنا څخه بې ځايه ګټه واخيسل شي، دلينونودسوځېدنې ترڅنګ ترانسفارمرونه هم سوځوي.  | | | دبرېښنابې ځايه لګښت داورلګېدنې ناوړه پېښې هم رامنځته کوي. |
دا کاردبرېښنادزړوسامانونواو په يوه وخت کې له زياتوبرېښنايي توکيوڅخه د کار اخيستنې په پايله کې رامنځته کيږي." خلکو ته ښايي چې دبريښنا دلګښت لپاره يو مهالوېش جوړ کړي چې پدې ډول به يې هم دبرېښنا په لګښت کې سپما او هم به يې له خطرونو مخنيوی کړی وي. |