 | | | دکاغذباد لوبې لپاره مناسب ځايونه دغرواو غونډيو لمنې او پارکونه دي. |
دکاغذ باد لوبه له ډېرې پخوا زمانې څخه دنړۍ په ډېروهېوادونو کې دود ده او بنسټ ايښودونکي يې چينايان بلل شوي دي. ځينې خلک دالوبه يوه پېړۍ پخوا له هندڅخه افغانستان ته راغلې بولي خو يوشمېر نوريې بيا ډېره پخوانۍاودافغانانودکلتوربرخه ګڼي. دالوبه ډېری وخت د رخصتيو په ورځو کې ترسره کيږي خوداچې خلک ولې ورسره دومره مينه لري ، نصير احمد د کابل ښار اوسېدونکي وويل: "دکاغذبادلوبه ډير ماشومان او ځوانان له بې ځايه کارونو راګرځوي او ددوئ لپاره يوه سالمه بوختياده." خو په نامناسبو ځايونو لکه سړکونو او بامونو باندې ددې لوبې ترسره کول ستونزې او خطرونه هم لري. سجاد احمد ،د کابل يو بل اوسېدونکي وويل : "زه خپله يو ځل له بامه لويدلی يم او ډېر نور مې هم ليدلي چې له بامه لويدلي ، موټر وهلي او حتی برق نيولي دي."  | | | ځينې خلک دکاغذ بادلوبه په افغانستان کې ډېره لرغونې اوددې هېواد د کلتور برخه يې ګڼي. |
ددې لوبې لپاره مناسب ځای پراخه سيمې لکه غونډۍ، پارکونه د غرو لمنې او نور ځايونه دي چې سړی پکې له خطرونو خوندي وي خلکو ته ښايي دکاغذبادلوبه پداسې ځای کې وکړي چه هلته موټرې ، عام وګړي او د برېښنا لينونه او نور خنډونه شتون ونلري. |