BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:06 گرينويچ 2009 ,20 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: له معتادينوسره چلند

له معتادينوسره چلند
هڅه دې وشي چې معتادينو ته تر درملنې وروسته سالمې بوختياوې پيدا شي.
د افغانستان دعامې روغتيا وزارت او ځينې نړېوالې ټولنې په افغانستان کې په نشه يي توکود روږدو کسانو شمېره د يوميليون په شاوخوا کې ښيي.

يوشمېر روږدي کسان د کورنۍ اودوستانو د ناوړه سلوک څخه سرټکوي . ديدار دلوګر اوسېدونکي وويل:

"داختر په ورځ مې ورور له کوره وشړلم او پلار ته مې يې وويل چې دی معتاد دی. له کوره دباندې مې هم خلک آرام نه پرېږدي."

ډاکټر حيات الله ولي، د کابل د رواني روغتون ډاکټر، وويل: "په نشه يي توکود روږدو کسانودرملنه شونې ده.

له دې ډول کسانو سره ناوړه چلند کولای شي هغوئ په ډېرو خطرناکو کسانو بدل کړي چې بيا يې مخنيوی ستونزمن دی."

مصطفی، چې په نشه توکو روږی و اوکورنۍ يې ددرملنې لپاره روغتون ته راوستلی و، پدې اړه داسې وويل:

"زه له خپلې کورنۍ څخه ډېر منندوی يم چې زما ژوند يې وژغوره. اوس تر پخوا ډير ښه شوی يم. بيا به هيڅکله د نشې نوم وانخلم."

ددې ډول کسانو تر درملنې وروسته کوم ټکي بايد په پام کې ونيول شي چې هغوئ بيا نشې ته مخه ونکړي؟

ډاکترحيات الله ولي:
 د معتادينوسره ناوړه چلند کولای شي هغوئ په خطرناکو کسانو بدل کړي .

اسماعيل د کندز اوسېدونکي، چې يو مهال په نشه يې توکو روږدي و، وويل چې دا ډول کسان بايد تر يوه کال پورې دکورنۍ ترکلکې څارنې لاندې وي.

هڅه دې وشي چې له پخوانيوملګرو ليري وساتل شي، سالمه بوختيا ورته پيدا او هميشه دې له روغتيايي مرکز سره هم په تماس کې واوسي.

ډوډۍ پخوونکید ښار غږ
ډوډۍ پخوونکي
امبولانسد ښارغږ
امبولانس
وړې سوداګريانېد ښارغږ
وړې سوداګريانې
اخترید ښار غږ
اختری
aep_cv_wk_37_66.jpgد ښارغږ
سرسايه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>