 | | | ډوډۍ پخوونکوته ښايي چې دډوډۍ پخولو په مهال نظافت ته ځانګوې پاملرنه وکړي. |
په ښارونو کې ډيری خلک خپله داړتيا وړ ډوډۍ له ډوډۍ پخوونکوڅخه اخلي چې يو شمېريې د ښاروالۍ ټاکلي معيارونه په پام کې نه نيسې. دهغوئ دې کار خلکو ته يو لړ ستونزې هم پيدا کړيدي. د کابل د شاه شهيد اوسېدونکي ، رشيد وويل: "زموږ په سيمه کې ډوډۍ پخوونکي نظافت په پام کې نه نيسي، ډېری وخت په ډوډۍ کې تارونه، ويښته او مچيان ليدل کيږي." د نانوايي ښه موقعيت ، نظافت مراعات کول اودکارکوونکو روغتيايي حالت په پام کې نيول، هغه معيارونه دي چې ښاروالۍ ټاکلي دي. عبدالقادر د کابل ښار يو تن نانوای وويل چې هغه دلرګيو په ځای له ګازڅخه کار اخلي ،ډوډۍ خاورو ته نه ځوړوي اوکارکوونکې يې ځانګړي جامې لري.  |  ډوډۍ پخوونکي بايددښاروالۍ ټاکلي معيارونه په پام کې ونيسي.  |
هغه نانوايان چې پورته ټکي په پام کې ونيسي او دخپلو نانوايي ګانو بڼه بدله او په عصري بڼه يې جوړ کړي،له ډېرې ګټې به برخمن وي. ددې تر څنګ به هغوئ نوي پېرېدونکي پيدااو خلکو ته به يې هم پاکه اوله روغتيايي پلوه صحي ډوډی وړاندې کړې وي. |