په ښارونو کې ډيری خلک د تازه مېوو کاروبار کوي خو دبېلابېلو لاملونو له امله ژر خرابېږي. پدې اړه جمشيد د کابل ښار يوتن ميوه پلورنکي وويل: "دسړو خونواو کاغذي کارتونونو نشتوالي، په سمه توګه له ونودميوو نه شلول ،ګرمه هوا او په کرېټونو کې د خرابو مېوو اچول دمېوې د خرابېدو لاملونه دي." دجلال آباد اوسېدونکي، ببري دمېوې دخرابېدونښې دهغې نرميدل، رنګ بدلېدل ، اوبه کول ،خوند يې تغييرېدل اوپوپنکې وبللې. د سړو خونو جوړول د ميوو د ساتلو لپاره ښه تجربه ده خو په پر مختللي ډول د دې ډول خونو جوړل ډېر لګښت غواړي . ددې ستونزې دحل په اړه نورمحمددکابل يو تن ميوه پلورونکي وويل:  | دمېوې دخرابېدونښې:  نرميدل، رنګ بدلېدل ، اوبه کول ،خوند يې تغييرېدل اوپوپنکې دي.  |
د دوکانونو لاندې مو خونې جوړې کړي او کولرونه موپکې لګولي دي، په دوازه مو ورته پرده ځړولې چې دباندې هوا ور داخله نشي. پدې ډول موپه ډېر کم لګښت تازه مېوې له خرابېدو ساتلي دي ." |