د ګرمۍ په موسم کې په يوشمېر کورونوکې ځينې نېښ وهونکې خزندې ترسترګوکيږي چې خلک يې دله منځه ړولولپاره له بېلابېلودواګانوکاراخلي. دادواګانې دناسمې کارونې په صورت کې ګڼې روغتيايي ستونزې هم رامنځته کوي.د جلال آباد اوسېدونکي احمدفريديوسفزي وويل: "يوه ورځ مې په کور کې دوا وشيندله ، څو شيبې وروسته مې مخ ، لاسونو او سترګو سوی پيل کړ او تر ډاکټره يې ورسولم." ډاکټر کبير کوچي دا مواد زهري وبلل چې د بې احتياطۍ په صورت د پوستکې د تخريش ، د سترګو د ړوندېدو او آن د انسان د مرګ لامل هم ګرځي. خلک د خزندګانودله منځه وړلو لپاره له پوډرو، اوبلنې دوا، سپرې اوتباشيري دوا څخه ګټه اخلي چې هره يوه دکارونې بېلابېلې لارې لري. مزمل، د شکردرې اوسېدونکي وويل چې لومړی له خونوخوراکي اوداغوستلوتوکي باسي اوبيا دستکشې ، چشمې اوځانګړې جامې اغوندي. وروسته ترهغې چې کړکۍ او ورونه بندشول بيادپمپ په واسطه دوا شيندي او تر (٢٤)ساعتونو پورې کوټو ته نه ننوځي.  | | | هڅه دې وشي چې د دواپاشۍ په مهال له ځانګړو سامان آلاتو څخه کار واخيستل شي. |
ځيني کسان ددواشيندلو لپاره له جاروڅخه کار اخلي، خوډاکتر کبيروايي چې کيدای شي له جاروڅخه دوادانسان سترګويا دبدن نورو برخوباندې تويه شي. دخزندګانودواګانې دې له ماشومانوليرې وساتل شي اوهڅه دې وشي چې ددواپاشۍ په مهال له ځانګړوسامان آلاتوڅخه کار واخيستل شي. |