BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:42 گرينويچ 2009 ,27 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: د لبنياتو ساتل

دلبنياتوساتل

په ښارونو کې ځينې دکانداران ډول ډول لبنيات لکه شيدې ، مستې ، کوچ ، پنير او نور د خرڅولو لپاره راوړي.

دالبنيات کله ناکله خراب اودکانداران له زيان سره مخ کيږي.د کابل ښار د قمبر څلور لارې يو تن دوکاندار احمد وويل :

"په ګرمۍ کې زموږلبنيات ډېر ژرخرابيږي، ځکه دساتلولپاره يې وسايل نلرو، لمر ، خاورې او دوړې يې له خوړلوباسي."

د کابل ښار د لبنياتو د مرکزي اتحاديې مشر ،ډاکټر مصطفی ظفر، د لبنياتو د خرابېدو لاملونه داسې په ګوته کوي:

" ناروغ څاروي ، نظافت نه مراعات کول ، د ټاکلې درجې په پام کې نه ساتل،دلبنياتوتر ډېره وخته پاتې کېدل دا توکي ژرخرابوي."

د لبنياتودخرابېدو نښې د پروان ولايت اوسېدونکي ،مزمل، دلبناياتودرنګ بدلون، تريو بوی،اوبه پيداکول،پړسېدل اوپه سريې دځګ پيداکېدل بولي.

د کابل ښار د لبنياتو د مرکزي اتحاديې مشر ،ډاکټر مصطفی ظفر
ناروغ څاروي، نظافت نه مراعات کول اود ټاکلې درجې په پام کې نه ساتل لبنيات ژرخرابوي."

داچې لبنيات خراب نه شي، د کابل ښار يو بل دوکاندار محمد شريف هغه په پاک او يخ ځاي کې ساتي ، که برېښنا نه وي، لمده بوجۍ پرې اچوي.

ډاکټر ظفر وويل چې د لبنياتو ساتل د توليد له منبع څخه پيل کيږي .هوا، د څاروي روغتيا، دلوښواوځای پاکوالی بايدپه پام کې ونيول شي.

پلې لارېد ښار غږ
پلې لارې
دلمباخطرونهد ښار غږ
د لمبا خطرونه
دبدرفت څاهد ښار غږ
بدرفت څاګانې
 د مارکېټونو سمسور تيا د ښار غږ
د مارکېټونو سمسور تيا
ترافيکي څراغونهدښارغږ
ترافيکي څراغونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>