 | | | د بدرفت څاه دې د څښاک له اوبو ليرې په اساسي ډول جوړه اوپخپل وخت خالي شي. |
په افغانستان کې د کاناليزاسيون سيستم نشته او که وي هم يواځې په څو کوڅو پورې تړلی دی چې دې کار خلکو ته ګڼې ستونزې زېږولي دي. ځينې خلک دکورونودجوړلوپر مهال کنارابونه اودبدرفت څاګانې په غير فني ډول جوړ وي چې دا کار دنېږدې څا ګانودڅښاک اوبه هم ناولې کوي. ددې ډول څاګانودجوړولو اساسي لارې چارې څه دي ؟پدې هکله د جلال آباد ښار او سيدونکي، چې پخپله همدا کار کوي ،داسې وويل: " ٢x٣ متروکې ځمکه کيندو،ديوالونه او منځ يې په سيمنټ اوقيرپخوواوپر سريې سيخ ګول اچوواو پټوو يې. له دې کندې څخه يونل دهواداېستلواوبل د فاضله موادو دتخليې لپاره باسو." انجينر عبدالمتين اخلاص دا ډول څاګانې په دوو برخوويشي: خامې او پخې څاه ګانې چې يادونه ترې وشوه. خو ځينې خلک کنارابونه لارو کوڅوته باسي. ددې کارلامل دکابل اوسېدونکی، ناصرداسې بيانوي:  | | | په ښارونوکې دبدرفت دڅاه نشتوالي خلک له راز راز ستونزوسره مخ کړي دي. |
"په اساسي توګه د بدرفت دڅاه د جوړلو توان نلرو اوترڅنګ يې په کنارابونو کې له راټولو شويو فاضله موادوڅخه په پټيوکې دسرې په ځای کاراخلو." که د بدرفت څا ګانې د څښاک له اوبو ليرې په اساسي ډول جوړې اوپخپل وخت خالي شي، له ډېروستونزوبه مو مخنيوی کړی وي. |