 | | | نيالګي دې داسې ځای کې کېنول شي چې د ماشومانو او څارويوله زيان رسولوپه امن وي. |
په ښارونو کې د اړوند مراجعو او خلکو لخوا هر کال په زرګونو نيالګي کېنول کېږي چې تر لنډې مودې وروسته وچيږي ياهم له منځه ځي. دکابل ښار يو تن اوسېدونکي، شفيع الله وويل: "څوځله مو نيالګي کېنول، يا ماشومانو مات کړل ياهم په لارواوکوڅوکې څارويو وخوړل." د نيالګيو وچېدل سربېره پدې نور لاملونه هم لري. د کرنې کارپوه،غلام صديق صا في، پدې اړه وويل: "پخپل وخت اوبه نه ورکول ، په مناسب ځای کې نه کېنول او د هرې سميې هوا او خاوره په پام کې نه نيول د نيالګي د وچيدولامل کيدای شي. دنيالګيو دکېنولو ګټې څه دي؟ د کابل دپغمان يو تن ْبڼوال ، جمعه دين وايي چې خلک يې له سيوري ګټه اخلي او خاورې او دوړې هم ورسره کميږي.  |  نيالګي د سيلابونو مخنيوی کوي، سيمه اوښارونه هم ښکلي کوي .  |
د هوا او چاپيريال په پاکوالي کې ډير ګټور تماميږي . د سيلابونو مخنيوی کوي، سيمه اوښارونه هم ښکلي کوي . نيالګي دې داسې ځای کې کېنول شي چې دماشومانواو څارويوله زيان رسولوپه امن کې وي او خلک دهغې ساتنه اوپالنه وکړاي شي. |