BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:26 گرينويچ 2009 ,09 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: باران او په واټونو کې ستونزې

باران اودخلکوستونزې
ځينې سړکونه د خلکو له کورونو لوړ جوړ شوي چې د باران اوبه يې د خلکو کورونو ته ورځي.
د افغانستان په زياتره ښارونو کې عمومي واټونه خامه دي، که ځينې يې پاخه شوي هم وي ، له لنډې مودې وروسته بيرته کنډ او کپر شوي دي.

د کابل د ترافيکو مديريت وايي چې تيره مياشت کې دواټونودخرابۍ له امله په ترافيکي پېښوکې 5 تنه مړه، 15 ټپيان او د 30 په شاوخواکې موټرټکر شويدي.

ځينې سړکونه د خلکو له کورونو لوړ جوړ شوي چې د باران اوبه يې د وتلو لار نلري او د خلکو کورونو ته ورځي

د کابل ښاروالۍ د تګلارې جوړولو مشر،انجنير شاه ولي زميع ، ددې ستونزې لاملونه داسې په ګوته کوي:

" په ښارونو کې د موټرو زياتوالي او په سړکونو کې له بې کيفيته موادو ګټه اخيستل داشان ستونزې رامنځته کوی."

ځينو ښاريانو خپلو کورونو ته نږدي سړکونه څه ناڅه جوړ کړي. د کابل ښار د ګل باغ سېمې اوسيدونکی ،نائب علي، وويل:

 په سړکونو کې له بې کيفيته موادو ګټه اخيستل ستونزې رامنځته کوی."

"ددې ښارګوټي لار ډيره خرابه وه ، اوسيدونکي راټول شول او لاره يې جوړه کړه چې له امله يې زموږ ستونزې تريوه بريده راکمې شوې."

د سړکونو د غاړو په ويالو کې کثافات نه چول او د جمپونو او ژورو ځايونو ډکول، ترډيره بريده دا ستونزو هوارولی شي.

باران اوخامه کوڅېښار غږ
باران اوخامه کوڅې
ګلاند ښار غږ
ګلانو ته بازارموندنه
پرديوال اعلانونهد ښارغږ
پرديوالونو اعلانونه
دګلانوپالنهد ښارغږ
دګلانوپالنه
ساختماني مواددښارغږ
په لارو او کوڅوکې ساختماني مواد
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>