په ښارونو کې ډيری خلک چې کله دګلانوبوټي اخلي، يا په لاره کې ورځنې خرابېږي او يا هم په کورونو کې دهغوی دساتنې په لاروچارو نه پوهيږي. د کابل ښار اوسېدونکي مطيع الله وايې : " تير کال مې دګلانوبوټي واخيستل ، په کور کې مې وکرل ، هيڅ راشنه نه شول." دګل دبوټو دخرابيدومخنيوي په اړه دګلانو روزونکي اود خپرونې ميلمه، آرين وويل: "دګل بوټی بايد دومره خټه ولري چې رېښې يې پکې پټې وي او لمر ور ونه رسېږي. ځمکه ښه نرمه او ژوره شي . قوي سره ورنه کړل شي او ګلانو ته نږدې دې ماشومان لوبو ته پرې نه ښودل شي." دګلانو د وچېدود نښو نښانوپه اړه آرين وويل: "لومړی د ګل پاڼې زيړې اوړي، تاويږي ، رژيږي ،څو ورځې وروسته يې تنه هم وچېږي او ګل له مينځه ځې."  | | | دګلانوبوټي بايددلمردمستقيمووړانګو،سيوري ،ګرمې او يخې هواڅخه وساتل شي. |
داچې ددې ستونزې مخنيوی څرنګه کيږي، دننګرهار ولايت اوسيدونکي ، لال محمد وويل: "ګل ته بايد مخکې له مخکې ځای کيندل شوی وي، ترکرلووړاندې دې وکتل شي چې رېښې يې لوڅې شوې نه وي او بې له ځنډه دې کېنول شي." دکرنې دکارپوهانوپه ويناد ګلانوبوټي بايددلمردمستقيمووړانګو،سيوري ،ګرمې او يخې هواڅخه وساتل شي. |