په ښوونځيوکې دنويوشامل شوو ماشومانولپاره ښوونځي ته دتګ لار، معلم، د ښوو نځي چاپيريال او نور زده کونکي نوي وي. دا لاملونه په لومړيو ورځو کې ماشومان له يولړمشکلاتو سره مخ کوي چې په ښارونو کې دا ډول ستونزي ډيرې تر سترګو کيږي. د کابل ښار يو اوسيدونکی صمد وايي: " زوی مې په ښونځي کې شامل کړخو په در يېمه ورځ يې لار ورکه کړې وه. اوس يې د ګاونډی له زوی سره ،چې په نوی په ښونځي کې داخل شوی ، مکتب ته لېږم، دې کار د ډيرو ستونزو مخه نيولې ده." د کابل ښار يوه اوسيدونکې ،هما وايي:"په لومړي کال چې مې زوی په مکتب کې داخل کړ، تر ده لويو ماشومانو ځوراوه او جنګونه به يې ورسره کول. داکار ددې سبب شو چې له درس ويلو سره يې دلچسپي له مينځه ولاړه او مکتب ته د تګ پر مهال به يې بهانې کولې." په دې برخه کې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې د څانګې يو استاد، محمد ظاهر شمس وا يي:  | | | ښوونکو ته ښايي چې له نويو راغليو زده کوونکو سره صميمي و اوسي. |
"د کورنۍ دغړو او ښوونکو دنده ده چې په ښوونځي کې نوي داخل شوي زده کوونکي تشويق او له چاپيريال سره بلد کړي." د کابل د يوه خصوصي ښوونځي ښوونکي ،ګلدسته وايي: " ښوونکو ته ښايي چې له نويو راغليو زده کوونکو سره صميمي و اوسي. ټولو ته په درسونو کې برابره ونډه ورکړي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي." |