BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:11 گرينويچ 2009 ,21 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښار غږ: دبرقي وسايلو خطر

دبرېښناټکان
په هغو ځايونوکې چې دبرېښنا مزي نه وي پوښل شوي، خپل ماشومان نېږدې مه ور پرېږدئ.
په ښارونو کې خلک له برقي وسايلو سره ډير سروکار لري، خو که احتياط ورسره ونه شي، ستونزې او خطرونه پيدا کوي.

د برقي وسايلو سره بې احتيا‌طي کله ناکله د انسان د مړينې سبب هم ګرځي، د کابل ښار يوه اوسيدونکې فريده وايي:

"د ترور لورمې په ماشين کې کالي مينځل، خبره نه وه چې د ماشين د برق لاين لوڅ و، برق ونيوله او مړه شوه. "

په ډيرو کورونو کې د برق ساکټونه دومره ټيټ وي چې واړه ماشومان د برق نيونې له خطر سره مخامخ کوي.

د کابل ښار يوه اوسيدونکې مريم وايي: " لمسي مې يو ميخ پيدا کړی و، موږ نه و خبر، ميخ د برق ساکټ ته ننه ايستی و، هماغه و چې برق ونيو. "

ددې ډول پېښو د مخنيوي د لارو په اړه د کابل بريښنا رياست يو کارکونکی ،انجنير خان مير، وايي:

 پوښ لرونکي ساکټونه او اتومات فيوز ونه د برق نيونې خطر کمولی شي.

" له پوښ لرونکوساکټونو او اتومات فيوز ونو کاراخيستل د برق نيونې خطر کمولی شي. "

د مريم په نوم يوه ميرمن وايي:

"کله چې زما لمسی برق ونيوله ،له هغه وروسته مود يوه برقي په مرسته د کور ټول ساکټونه دومره د لوړ نصب کړل چې د ماشومانو لاس نه ور رسيږي. "

دهوا ککړتياښار غږ
د هوا ککړتيا
دګاز خطرونهد ښارغږ
دګازخطرونه
واورې اومايندښارغږ
ماين او واورې
کوڅې اوکثافاتښار غږ
کوڅې او کثافات
په پورسوداد ښار غږ
په پور سودا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>