په کليو او بانډو کې ډيری خلک د کورونو د تودولو او پخلي لپاره له بوټو او لرګيو ګټه اخلي، خو په ښارونو کې د اوبلن ( مايع ) ګاز لګښت ډير دی. د اوبلن ګاز سره بې احتياطي خطرناکې پايلې لري.دکابل داستقلال روغتون ډاکترانوپه روان کال کې دسوځېدنې ٥٨٧ پېښې ثبت کړي دي. ډيری دا پېښې د ګاز د ډبو د اور اخيستنې له امله وې. د کابل ښار يوه اوسيدونکې تمنا وايي: "مور مې د بخاری ترڅنګ غوښتل د ګاز ډبه ترميم کړي، اورلګيت يې ولګاوه، يودم ډبې اور واخيست ، پلار او مور مې دواړه وسوځيدل." محمدصبور،د کابل ښار د اطفايې يو کارکونکی دګاز دسوځېدنې دپېښودډېرېدعوامل داشان په ګوته کوي:  | | | دکابل داستقلال روغتون ډاکترانوپه روان کال کې دسوځېدنې ٥٨٧ پېښې ثبت کړي دي. |
" د ډبې د واشل خرابوالی، د جيت بنديدل او په ډبه کې تر ټاکلې اندازې زيات ګاز اچول، د ګاز د ډبې د چاودنې او اورلګېدنې لامل ګرځي." ددې ډول پېښو دمخنيوي په اړه نوموړی وايي: "که په کوټه کې د ګاز بوی وي ، بايد د اورلګيت له لګولوڅخه ډډه وشي او دګازډبه ترميم شي." نجيبه ،د کور يوه ميرمن، وايي: " څو ډبې په يوه کوټه کې نه ږدم او مخکې تر دې چې له ګاز څخه استفاده وکړم، ډبه يې چک کوم چې خرابي و نه لري." |