دژوند اوزده کړې دخپرونو له لړۍ څخه
|  |
د افغانستان په زىاتروښاري سيمو کې دنوىو ودانىو جوړول دوام لرى خوډېری خلک د خپلو کورونو له جوړښت څخه راضي نه دي. دکابل ښاريوه اوسيدونکې وايي : " تېرکال مو دوه پوړيز کور جوړ کړ، خو کړکۍ يې ټيټې دې ، د ګاونډي کور ترې ښکاري. ټوله ورځ دکور پردې کش وې، لمر نه لرو او له نورو ډيرو ستونزو سره مخ يو." دا ډول ستونزې ډيرخلک لري. دکابل ښاروالۍ د ودانيو د برخې مرستيال انجينر عبد ا لاحدواحدوايي : " څوک چې غواړي کور جوړ کړې، بايد په دې برخه کې له فني انجنيرانو سره مشوره وکړي او د هغوی له لارښونې عملي کړي. که چيرې دوی په خپله نقشه ونه لری، کولای شي له ښاروالۍ يې واخلي او د هغې له مخی خپل کور جوړ کړي."  | | | څوک چې غواړي نوى کورجوړکړي،د ودانىوله انجنىرانو سره دې مشوره وکړي. |
خو ځينو کسانو د کور جوړولو په برخه کې له غور او دقت څخه کار اخيستی، او اوس ستونزې نه لري. په دې اړه دکابل ښار يوه اوسيدونکې شميم وايي : " موږ خپل کور د يوه ساختماني انجنيرپه مشوره جوړکړ ، اوس کومه جدي ستونزه نه لرو. ځينې خونې مو مخ په لمر او ځينې مو مخ په سيوري ودانې کړې دي. کړکۍ مو دانګړ لورته پرې اېښې چې ګاونډيانوته مزاحمت پېښ نه شي." |