BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:13 گرينويچ 2008 ,15 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: ژمی او دسوخت مواد

د لرگوټـال
په افغانستان کې ډېری خلک د ژمي تر رارسېدو مخکې د سونګ مواد ذخيره کوي.
په افغانستان کې ډير خلک د ژمي لپاره د سوخت مواد مخکې له مخکې اخلې او ذخيره کوي يې.

ځکه په ژمي کې واورې او باران اوري او خلک د سوخت د موادو په اخيستلو او کورونو ته په راوړلو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

خو ځينې خلک دا مواد په سم او مناسب ځای کې نه ذخيره کوي چې وروسته له ځينو پيښو سره مخامخ کيږي.

د بيلګې په توګه د کابل ښار يوه اوسيدونکې ميرمن شازيه وايي:

"تير کال مو د سوخت مواد په يوه داسي کوټه کې ايښي وو چې څنګ ته يې د کور بسترې او نور وسايل وو، يوه ورځ موږ واده ته تللي وو،

ماشومانو اورلګيت موندلی و او د خسو په کوټه کې اور بل کړی و، وروسته لرګيواور اخيستی وو چې ورسره مو ټول لرګي او د کور نور وسايل وسوځيدل."

خو د سوخت مواد بايد په څه ډول ځای کې کيښودل شي چې خطر ونه لري؟ د کابل ښار يو اوسيدونکی وايي:

" موږ د حويلی په يوه کونج کې د لرګيو د ساتلو لپاره څپره جوړه کړې، په دې خاطر چې لرګي له نم او باران څخه خوندې وې،

پر لرکيو يو ترپال او يا هم پلاستيک هواروو، ماشومان مو هم د اور د خطر په اړه پوهولي دي، ځکه له کومې ستونزې سره نه يو مخامخ شوي."

د کور سوځېدل
د سونګ موادو ته پوره پاملرنه نه کول بدې پايلې لري.

د کابل ښاراوسيدونکي مجيد وايي: " موږ د ژمي لپاره د سوخت مواد د موټر په ګاراج کې ږدو، هلته ماشومان نه ورځې او له اور اخيستنې څخه هم خوندي وي."

دکابل ښاريو بل اوسيدونکي جانان وايي: " موږ د ضرورت لپاره مخکې له مخکې تيل اخلو، ددې لپاره چې له خطر څخه خوندي ووسو،

د پطرولو او ډيزلو ګيلنې مو په نښه کړې او د کورنۍ هر يو غړی مو پوهولی چې د جنريتور او څراغونو لپاره له کومې ګيلنې څخه تيل ور اخلي."

مېله ځایدښارغږ
دمېله ځايونو نظافت
يو تن پوليس د کثافاتو سوځولو پر مهالدښارغږ
پاک ښار او روغ خلک
کوچني پورونهدښارغږ
کوچني پورونه
تښتول شوې ماشومهدښارغږ
د ماشومانو اختطاف
کارمنده ميرمندښارغږ
کارمنده ميرمن
نغدې پيسېدښارغږ
معيوبه ښځې او کوچنۍ قرضه
وچه مېوهدښارغږ
د اختر لګښتونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>