BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 04:25 گرينويچ 2008 ,27 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: کوچني پورونه

کوچني پورونه

يو شمير خلک له ځينو دولتي او غيردولتي دفترونو څخه پيسې په پور اخلي او ځانونو ته دکار زمينه برابروي،

خو په دوی کې داسې کسان هم شته چې پور کړې پيسې بې ځايه ورنه مصرف شوې.

نو کوچنۍ قرضه څه ډول وکاروو چې ګټوره تمامه شي او له ستونو سره مخ نه شو، په دې اړه د پروان ولايت د بګرام اوسيدونکی ميرويس وايي:

"ما دوه کاله مخکې قرضه اخيستې وه، پيسې د کار په ځای په کورکې راڅخه مصرف شوې، اوس دفتر خپل پورغواړي اود نوروخلکوهم پوروړی يم."

خو داسې کسان هم شته چې له پور څخه په سمه توګه استفاده کوي، د لغمان ولايت اوسيدونکی نګيالی وايي:

"له معيوبيت وروسته مې دکورنۍ لګښتونه نه شوی برابرولی، له خپلو وړو بچوسره د ورور کونډه او د هغې درې يتيمان هم راپاتې وو.

دوی جامې او خوراک غوښتل او له ما سره د دغو شيانو د اخيستلو لپاره پيسې نه وې، بيايوه غير دولتي دفترته ورغلم.

پور اخيستونکی
ځيني خلکو چې پور اخيستی،له پور څخه په سمه توګه استفاده کړې او ښه ګټه يې ترلاسه کړې.

له دولتي دفترنه پور مې واخيست، کوم کسب مې نه و زده، له يوه بل معيوبه ملګري سره مې په شريکه يو دوکان په کرايه و نيو، په هغه کې به مو څپلۍ اوبوټ خرڅول."

نوموړی زياتوي :"اوس مې کاروبار ښه دی، د خپلو ماشومانو او د وريندارې له يتيمانو سره مرسته کوم او ژوند په ښه توګه روان دی."

خوپرته له معيوبينوڅخه نورکسان هم شته چې له دا ډول دفترونو څخه پور اخلي، کار کوي اوخپل ژوندپرمخ بيايي.

تښتول شوې ماشومهدښارغږ
د ماشومانو اختطاف
کارمنده ميرمندښارغږ
کارمنده ميرمن
نغدې پيسېدښارغږ
معيوبه ښځې او کوچنۍ قرضه
وچه مېوهدښارغږ
د اختر لګښتونه
غوره غالۍدښارغږ
غوره غالۍ
يوه نجلۍ چې جامې ميځيدښارغږ
نجونې او دکورکار
مرمۍدښارغږ
له چاودنې وروسته د کباړو ټولول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>