د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې ځينې دولتي او غير دولتي دفترونه شته چې خلکو ته د هغوی د کوچنيو کاروبار لپاره کوچنۍ قرضې ورکوي. ځيني دفترونه د پور په مقابل کې ګټه اخلي او ځيني نور يې بيا دا کار نه کوي، په دغو پور اخيستونکو کې ځينې معيوبين هم شامل دي. معيوبينو ته په کوموشرايطو پور ورکول کيږي؟ ديوه غير دولتي دفتر يوه کارکوونکې زرلښته وايي: "دوی بايد د کور قباله ياهم د دوکان اسناد په ضمانت کې کېږدي، ژمنه وکړي چې په ټاکلي وخت کې پور بېرته ور وسپاري. که د دوی کوم کسب او کار زده وي، سم له لاسه پور ورکوو، که يې څه نه وي زده، د دوی د خوښې کسب ور زده کوو او بيا د دې لپاره چې خود کفا شي پور ورکوو." دکابل ښار يوه اوسيدونکې خديجه وايي: "پنځلس کاله مخکې کونډه شوم او يوولس کاله مخکې په کابل کې د جگړو له امله معيوبه شوې يم. پېښور ته مهاجره شوم. هغه وخت مې اولادونه واړه وو، د يوې ګولې مړۍ د پيداکولو لپاره مې هلته کولالي او شمع جوړول زده کړ ل.  |   که د چا کسب نه وي زده، وروسته له کسب ورزده کولو قرضه ورکوو.  |
کله چې بېرته خپل هيواد ته راغلو، پيسې مې نه لرلې چې خپل کار ته دوام ورکړم. بيا د خپلوانو په لارښونه يو غير دولتي دفتر ته ورغلم. هغوته مې دخپل کسب په هکله وويل، لومړی يې معيوبينو ته د ښوونکې په صفت مقرره کړم بيا مې پور واخيست او دکولالۍ اوشمع جوړلو وسايل واخيستل. دوخت په تېريدوسره مې دومره پيسې پيدا کړي چې هم مې کور جوړ ګړ او هم مې خپل زوی ته واده وکړ. زما د کاميابۍ عمده علت منظم پلان درلودل او د پيسو له سنجولو څخه وروسته د کار پيلول و." يوه بله ميرمن وږمه بيا وايي: "ما په ايران کې آرايشګاه درلوده، کله چې بيرته خپل هيواد ته راغلم، د ارايشګاه د جوړولو لپاره مې پوره پيسې نه درلودې. وروسته مې له يوه دفتره پور واخيست، او يوه کوچنۍ ارايشګاه لپاره وړ سامان واخيست، اوس مې کار ښه دی او پور مې بيرته ور وسپاره." |