BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:18 گرينويچ 2008 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: نجونې او دکورکار

يوه نجلۍ چې کالي يې مينځلي
د کور په ځينو کارونو کې ونډه اخيستل راتلونکي لپاره ګټور ثابتيږي.
ځيني نجونې چې د کورکارکوي، توانيدلي چې خپلې ډيرې ستونزې هوارې کړي، خو يو شمير نورې نجونې چې دکورکارنه کوي، په دې اړه څه وايي؟

دلوګرولايت يوه اوسيدونکې مريمه وايي: "کله چې پېغله وم د کور کارونو ته به مې لاس نه وروړ،

کله چې واده شوم، د خسر په کورکې داسې څوک نه و چې د کور په کارونو کې مرسته راسره وکړي، هماغه و چې ډيرې سختۍ مې تيرې کړې."

دکابل ښاريوه اوسيدونکې پروانه وايي: "په کورکې به مې ځينې کارونه کول، هماغه وه چې د کور له ځينو کارونو سره بلده شوم او اوس مې زده دي،

يانې موربه مې چې ديګ کاوه ورته کتل به مې، بله ورځ به مې پخپله پخاوه، په دې ډول مې ډير کارونه زده شول او ګټـه يې دا ده چې اوس کومه ستونزه نه لرم."

خو نرګس بيا وايي چې د کور کار د دې د درسونو خنډ کيږي او نه شي کولای چې خپل درسونه په سمه توګه پر مخ بوځي. ميرمن پروانه دا خبر نه مني هغه وايي:

"ما پخپله هم ښوونځی لوسته او هم مې د کورکارونه کول، هيڅ وخت دکورکار د دې لامل نه کيده چې زه له ليک لوسته پاتې شم.

موربه مې داسې کارونه راته پرېښودل چې زما له وس او توان سره به سم وو، نو ځکه مې په مينه کول. اوس چې دکورهرکاروي کوی يې شم."

نجلونې د سبق ويلو پر مهال
هېڅ کله کور کار د دې لامل نه کيږي چې سړی دې له درس پاتې شي.

دکابل ښاراوسيدونکې ناجيه بيا وايي: "زه له کورنه د باندې و ظيفه لرم خوبيا هم د کور ټولو کارونو ته رسيږم، ښځه بايد د کور کار وکړې او زده يې وي."

دننګرهارولايت اوسيدونکې شازيه بيا وايي: "که څه هم په کورکې ماته ضرورت نه شته چې کاروکړم څکه نورې خورګانې لرم، خو بيا هم د کور په کارونو کې برخه اخلم،

زه غواړم چې د کور کارونه زده کړم، تر څو په راتلونکې کې مې په درد وخوري او له ستونزو سره مخامخ نه شم."

مرمۍدښارغږ
له چاودنې وروسته د کباړو ټولول
معيوبه زده کوونکید ښار غږ
معيوبه ماشومان او زده کړه
زده کوونکې په ټولګي کې دښارغږ
د ښوونځي دوسايلوساتل
ټيکسيد ښارغږ
دموټرچلوونکو تښتول
ماشومان اوشاقه کارونه دښارغږ
ماشومان اودرانه کارونه
ماين چې په يو کور کې ښخ شوی د ښار غږ
وران کورونه او ماين
کباړد ښارغږ
کباړاوناچاوده توکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>