BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:14 گرينويچ 2008 ,04 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: ماشومان اودرانه کارونه

ماشومان اوشاقه کارونه
شاقه کارونه ماشومانو ته جسمې او روحي زيانونه واړوي.
په افغانستان کې يوشميرکورنۍ سره له دې چې دکار کولو اوپيسو ګټلو لپاره د کارسړی لري بياهم په خپلو ماشومانو کارکوي چې پيسې ورته پيداکړي.

په دې اړه ديارلس کلن مبارک شاه وايي:

"زماپلار موټرچلوي، ورسره مې شپږ وروڼه چې له ما مشران دي کارکوي خو بيايې هم زه له ښوونځي وويستم او په يوه شرکت کې کار راباندې کوي.

يوه ورځ مې چې کارکاوه ماشين زما د لاس پنجه ونيوله اوګوتې مې قطع شوې." نسيم چې يولس کلن دی وايي:

" سره له دې چې پلاراووروڼه مې کارکوي، کورنۍ په ما موټر مينځې.

اوس مې په لاسودانې راختلې، ځکه د موټرو د مينځلولپاره پاکې اوبه نه شته، په ناولو اوبو يې مينځم."

 کار کول عيب نه دی، خو چې شاقه نه وی او د ماشومانو خوښ وي.

په ماشومانو دارنه کارونه هغوکارونو ته ويل کيږي چې ماشومانوته جسمې او روحي زيانونه واړوي او د هغوی نه وي خوښ.

دا ډول کارونه دماشومانو د کار د حقونوپه قانون کې منع دی.

دبشري حقونو د دفترکارکوونکي محسن فريدوايې: "په ماشومانو درانه کارونه کول د هغوی روح اوجسم زيانمن کوي.

ځينې وخت هغوې له داسې کسانو سره يوځاي کيږي چې سم نه وي روزل شوي بيا نو هماغه وي چې دوی هم دهغو په شان کيږي

او د سم کار په ځای ورانوکاروته مخه کوي. "دکابل ښاراوسيدونکي اسماعيل وايي:

"ما مې خپل زوی له نجار سره شاګردکړی و. زوی مې په کور کې نه له چاه سره غږيده او نه ښوونځي ته ته، پايله يي دا وه چې په ازموينه کې بريالی نه شو.

جوار خرڅوونکی
دروند کار هغه کار ته ويل کيږي چې د ماشومانو په خوښه نه وي.

وروسته له هغه مې کار په ونه کړ اوس يوازی ښوونځي ته ځي او ښې نمرې اخلي. کار زه خپله کوم ترڅو يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم."

جان آقا چې يو پلاردی وايي: "کار کول عيب نه دی، خو په دې شرط چې شاقه نه وی، د ماشومانو خوښ شي او په خپله خوښه يې وکړی.

زه دوکان لرم او خپلو بچوته مې دبايسکل جوړولو ټول شيان اخيستي دی هغوی په خپله خوښه داسې کارکوي چې خوښيږيي."

ماين چې په يو کور کې ښخ شوی د ښار غږ
وران کورونه او ماين
کباړد ښارغږ
کباړاوناچاوده توکي
کډوال اوکورجوړونهدښارغږ
کډوال اوکورجوړونه
له ښوونځيو د ماشومانو تېښتهد ښار غږ
له ښوونځيو د ماشومانو تېښته
بې کاره مسلکي کډوال د جومات مخې ته ناست دي.دښارغږ
بې کاره مسلکي کډوال
يوه معيوبه ښځهدښارغږ
معيوبه ښځې اوکار
د پيسو زړېدل ښار غږ
دپيسوزړېدل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>