يو شمېر ماشومان چې له ښوونځی سره مينه نه لري، ښوونځي ته د تگ لپاره يې يا کورنۍ تشويقوي او يا يې ښوونځي ته په تللو اړباسي. ښونځيو ته په زوردماشومانولېږل د دې لامل کيږي چې ځينې ماشومان له ښوونځي څخه و تښتي. د مزار شريف د ښار اوسېدونکى اکبر په دې اړه وايي : "زوى ته مې پيسې ورکولې چې له ښوونځي سره مينه پيدا کړي، خو هغه به د ښوونځي په ځای د ګيم دوکانونو ته تلو. " د کابل ښار يو زده کوونکی شاهين وايي : "له موږ سره ښوونکي ښه سلوک نه کاوه، کله به مې چې کورنۍ دنده ونه ليکله، قلم به يې د لاسونو په گوتو کې راکړ او بيابه يې فشار ورکړ. زه به د ښوونځي په ځای د گاونډي له زوى سره پارک ته تلم ، بيا چې کورنۍ را باندي خبره شوه، هغوى ډېر ووهلم."  | له ښوونځيو د ماشومانو تېښته   د ځينو ښوونکو او کورنيو د بې غورۍ له کبله ماشومان په ورځو ورځو ښوونځي ته نه ځي.  |
د کابل ښار يوه ښوونکې رقيمه وايي: "د ځينو ښوونکو او کورنيو د بې غورۍ له کبله ماشومان په ورځو ورځو ښوونځي ته نه ځي. خپل وخت په گېم وهلو اوبې ځايه ګرځېدنې تېروي. دماشومانوسره بايدښه سلوک وشي درسونوته تشويق او ستونزې يې هوارې شي." په منظمه توگه ښوونڅی ته تلل دښې راتلونکې ضمانت کوی. نجيب د کابل پوهنتون د دريم کال محصل وايي: "زه به تل ښوونځي ته په خپل وخت تلم او هېڅ کله به له ښووونځي نه نۀ تښتېدم نو ځکه اوس په پوهنتون کې يم او لوړې زده کړې کوم." |