|
دښارغږ: معيوبه ښځې اوکار | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هغه کسان چې معيوبه شوي څنګه کولای شي چې ځانونه خوښ وساتي او د اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره کار وکړي؟ په تېره بيا معيوبه ښځې څه کولي شي؟ په افغانستان کې يوشمېر کسان دبېلابېلو عواملو له کبله معيوب او معلول شوی دي چې په دوی کې ښځې هم دي. ځينې يې کار کوي او ځينې يې بيا په دې فکر دي چې دوی کارنه شي کولي. حال دا چې په خپله معيوبينو دا ثابته کړې چې دوی هم د روغو کسانو په څير د اقتصادي ستونزو د ليرې کولو لپاره کارکولی شي. په دې اړه شفيقه چې يوه معيوبه ده وايي: "زه حکاکي کوم، له تيږونه لومړی مرۍ جوړوم بيا يې لړ (جيل) کوم وروسته ترې دست بند، غاړګۍ، ګوتمۍ او داسې نور شيان جوړوم." "ما ته په پيل کې پرېکړه ډيره سخته وه، ويل مې چې هيڅ کار نه شم کولی ځان راته نيمګړی ښکاريده، او که له کوره بهر ووځم ټول خلک به په ما وخاندي. بيا مې په ټينګه اراده د ژوند کولو لپاره کار پيل کړ او دا خبره له خپلې کورنۍ سره شريکه کړه او هغو ته مې قناعت ورکړ چې، يو خو زموږ اقتصاد ډېر خراب دی او بل مې په کورکې د بې کاری له امله زړه چوي بله ښه خبره خو دا ده چې په دې مرکز کې له استاد نه نيولې بيا ترزده کوونکو ټولې ښځې دی څوک موږ ته مزاحمت نه کوي. دلته په دې مرکز کې ټولې ښځې معيوبه دي خو هر ډول کار کولې شي. لکه خياطي، خامک ګلدوزي، چرمه دوزي، حکاکي، اوبدل او داسې نور." "وروسته له دغوخبرو نه يوازې چې کورنۍ کار کولوته پريښودم بلکې کارکولوته يي تشويق هم کړم . له کله نه چې کار کوم ډيره خوښه يم ځکه خپلې او د کورنۍ اقتصادي ستونزې په ډيرې اسانۍ سره هوارولی شم. شفيقه خو د ځان او کورنۍ د اقتصادي ستونزو د ليرې کولو لپاره هلې څلې کوي او له خپل کار نه خوښه هم ده خو کيدای شي چې ټولې معيوبه ښځې له کور نه بهر کار ونشي کولای.
فروزان وايي: "زه درې وروڼه لرم يو دلته په کابل کې دی او دوه نور په جلال آباد کې دي ګرمي کابل کې تيروم او ژمی جلال اباد ته ځم. جلال اباد کې ګلان او ترکاري کرم، په کرلو او بيل وهلوکې زما ورونه مرسته راسره کوي، ځکه زما پښې پرې شوي دي. نور کار يې زه په خپله کوم، له يوې خوا مې وخت ښه تېرېږي او له بله پلوه ورور مې ترکاري په خپل دوکان کې خرڅوي او يو څه پيسې په لاس راځي. ګرمۍ کې کابل ته راځم، مر، مر، دوزي کوم ، په دې کارکې مې هم ورور راسره مرسته کوي داسې چې، زه د ښځوکالي، د نارينه وو واسکټ، او خولۍ ګنډم. زما ورور يې هغه دوکان دار ته چې قرارداد يې ورسره کړی وروړي، اوخام مواد لکه رخت او مر، مر او داسې نور شيان ورنه راوړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||