BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:15 گرينويچ 2008 ,29 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښارغږ: کانکور ازموينې ته چمتووالی

کانکور ازموينې ته چمتووالی
ازموينه که هره څومره آسانه وي مخکې تر مخه يې بايد تابيا وشي ، پۀ تېره کانکور ازموينې ته.
تېرکال دکانکورپۀ ا زموينه کې ( ٨٠٠٠٠ ) زده کوونکوکډون کړی و، چې نيږدې (٢٠٠٠٠) زده کوونکوونۀ شوکړای چې پوهنتون ته بريالي شي.

دا لومړی ځل نۀ دی چې دومره ډېرزده کوونکي د کانکور پۀ ازموينه کې پاته راځي، پۀ تېروڅوکالوکې ډېرداسې زده کوونکي شته ،

چې دبيلابيلو لاملونولۀ کبله پوهنتون ته نۀ دی بريالي شوي . يولامل يي ښايي کانکور ازموينې ته نه چمتووالي وي،

د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي محمد عالم وويل ” کانکورازموينې ته مې چمتووالی نه وۀ نيولي، ځکه بريالی نه شوم “

دبدخشان ولايت اوسېدونکي وويل:” ازموينې ته مې چمتووالي نۀ درلودۀ، دوه کاله پرله پسې بې نتيجې پاته شوم ،اوس مې پرېکړه کړې چې د راتلونکي کال کانکور ته به ځان چمتوکوم “

ازموينه که پۀ هره کچه آسانه اوساده وي مخکې تر مخه يې بايد د چمتووالي تابيا وشي ، پۀ تېره دکانکور ازموينې ته، ځکه چې دزده کوونکي راتلونکې ورسره تړلې ده.

دغزني ولايت اوسېدونکي احسان الله وويل: “ دوه کاله مې دکانکورازموينه ورکړه، پۀ لومړي کال بې نتيجې شوم،

کانکور ازموينې ته چمتووالی
 که پۀ ښوونځي ،کوراو ياهم پۀ کورس کې ښۀ درس وويل شي باور لرم چې پوهنتون ته بريالي کېږو
نجيب الله

پۀ دويم کال مې ازموينې ته ځان چمتوکړ دخپلې خوښې پوهنځي ته بريالی شوم .” دننګرهار اوسيدونکي حميدوويل:

" دښوونځي کتابونه مې پۀ سمه توګه ولوستل،کانکورازموينې ته مې هم چمتووالی ونيوۀ ،ازموينه مې ورکړه انجينرۍ پوهنځي ته بريالی شوم . ”

دکابل پوهنتون يوې محصلې کرشمې وويل: ”دوولسم ټولګي کې ومه،کانکور لۀ پاره مې کورس ونيوه . خپلو ټولګيوالوسره به مې پۀ ګډه زده کړه کوله نوځکه بريالۍ شوم."

دکابل ښاراوسيدونکې کريمې وويل:” زه دکانکورلپاره کورس ته نۀ يمه تللې ، دښوونځي درس مې سم زده کاوۀ ،

پوهېدمه چې پوښتنې لۀ همدې راځي، نوځکه زۀ پۀ لومړی چانس کې بريالۍ شومه . “ځينې محصلين وايي :

هغه کسان چې غواړی راتلونکي کال ته کانکور ازموينه ورکړي بايد ځانونه چمتوکړی . چې دخپلې خوښې پوهنځي ته بريالي شي.

د لسم ټولګي زده کوونکي ادريس وويل:”زه غواړم چې انجينرشم . لۀ همدااوس نه کانکورته ځان چمتوکوم ”د يوولسم ټولګي زده کوونکي نعيم وويل : ” زه غواړم

کانکور ازموينې ته چمتووالی
کانکور ازموينې ته دښوونځي درسونو تر څنګ چمتووالي سره کولی شوپوهنتون ته بريالي شو

ډاکترشم. دښوونځي درس ښه سم زده کوم ، فکرکوم چې بريالی کېږم “
نجيب الله چې پۀ دويم ځل دکانکورازموينه کې بريالی شوی وويل :

" زه لۀ خپلې تجربې وايم، چې که پۀ ښوونځي ،کوراو ياهم پۀ کورس کې ښۀ درس وويل شي باور لرم چې پوهنتون ته بريالي کېږو . “

پاکستان نه دستنېدنې لړۍ دښارغږ
پاکستان نه دستنېدنې لړۍ
 په ليليه کې استوګنه دښار غږ
په ليليه کې استوګنه
انټرنټ کلب دښارغږ:
انټرنټ کلب
لوحېدښارغږ
لوحې
ميله ځايونهد ښار غږ
مېله ځايونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>