|
دښارغږ : انټرنټ کلب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان يوشمېر ښارونه انټرنڼي اسانتيا وې لري ، ورسره ځينو خلکو انټرنېټ کلبونه هم جوړګړي، خودا کلبونه داسانتياولۀ پلوه سره توپير لري. دکابل ښار اوسيدونکې شازيه وايي: ”پۀ ځينوانټرنټ کلبونو کې چوکۍ سره جوختې ايښې وي موږ اړکېږو چې دنارينوو څنګ ته کېنو“ د کابل يو بل اوسېدونکی هاشم وايي: ”ځينې کسان پۀ انټرنېټ کلب کې پۀ لوړ غږ سندرې اوري موږخپل کارنه شوکولي،اوانټرنېټ هم ورو کار کوي ” ديوانټرنټ کلب خاوند وايي:” ځينوانټرنېټ کلبونوکې ريښتياهم کمپيوټر وروکارکوي،ځکه چې دانټرنټ يوۀ لين سره څوکمپيوټرونه نښلول شوي وي، دوئ فکرکوي چې پۀ دې ډول به ډېره ګټه وکړي، حال داچې خلک ددويم ځل لپاره نه ورځي، پۀ يوه لين څوکمپيوټره کارنه شی کولي. “ دکابل ديوۀ انټرنت کلب خاوند وايي:” پۀ يوه لويه کوټه کې مې لس کمپيوټره سره بېل بېل ايښي دي د انټرنټ کلب فضا هم ښه آرامه وي . نارينه اوښځې يو لۀ بله لرې ناست وي ، يو کس موا نټرنېټ کلب وخت پۀ وخت پاکوي . “ خوانټرنېټ کلب ته تلونکي خلک بايد څۀ وکړي ؟ دننګرهار اوسيدونکي نجيب الله وايي: ” زه انټرنټ کلب ته ور ځم خو سندرې پۀ لوړغږنۀ اورم ، پۀ لوړغږنۀ غږيږم، د انټرنټ کلب دپاکۍ خيال ساتم، سګرټ نۀ څښم ،او نوروخبروته مې هم پام وي. “ دلغمان اوسېدونکې فوزيه وايې انټرنټ کلب کې خپلودوستانوسره چې لۀ هيواده د باندې دي ، داسې نه غږيږم چې نوروکسانوته خنډ شمه، په انټرنټ کلب کې پاکۍ ته هم پاملرنه کوم ، بوټان مې مخکې لۀ هغه چې کلب ته ورننوځم په ورۀ کې پاکوم . “ دهندوستان اوسېدونکی ډاکټر هريش کابل ښارکې يوۀ انټرنېټ کلب ته راغلی دی وايي:”زه ځکه دې انټرنټ کلب ته راځم چې پاک دی، آرامه فضالري،
انټرنټ يي هم چټک دی ، اوداسې څوک دلته نۀ راپريږ دي چې نوروخلکوته خنډ شي ” که خلک پۀانټرنټ کلب کې پۀ لوړغږ سندرې وانۀ وري ، پۀ لوړ غږ خبرې ونۀ کړي ، د انټرنټ کلپ پاکۍ ته پام وکړي،سګرټ ونۀ څښي، او دانټرنټ کلب خاوندان پۀ خپلو انټرنټ کلبونو کې اړينې اسانتياوې چمتو کړي ،نوخلک به پۀ هوسايۍ سره انټرنيټي اسانتياوې تر لاسه کړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||