 | | | احمد پوپل : زما په اند لوحې بايد چې په ملي ژبو وليکل شي |
ډيرخلک ښارته دسودا رانيولولپاره راځي . په دوئ کې داسې کسان هم وي چې بلد نه وي . دهټيواو نورو لوحود لوستوپه مرسته خپلې موخې ته رسيږي . يانې که دکوم څيز درانيولو لپاره راغلي وي . يا روغتون ته ځي پۀاسانه يي پيداکولي شي. که لوحې سمې ليکل شوې وي ،دخلکوپام ځان ته رااړوي . خوځينې لوحې په ځای د دې چې خلکوته لارښوونه وکړي ، لار ورنه ورکوي دچاريکار اوسيدونکی مجتبی وايي : ” دارو مې په کاروه، ددرملتون پرځای داسې هټۍ ته ورغلم چې سې ډيانی يې پلورلی ځکه چې لوحه په بهرنۍ ژبه ليکل شوي وه زه پرې نه پوهيدم . “ هغه لوحې چې په بهرنيوژبو ليکل شوي . نه يوازې نابلده کسانوته بلکې په خپله ښاريانوته هم ستونزې پېښولې شي. دکابل ولايت اوسيدونکی اجمل وايي :” زه په کلې کې دوکان لرم ، له ښارنه سودا راوړم. په بهرنۍ ژبه نه پوهيږم چې د دوکانونو لوحې ولولم. ”  |  دارو مې په کاروه، ددرملتون پرځای داسې هټۍ ته ورغلم چې سې ډيانی يې پلورلې.  |
دکابل ښاراوسېدونکي رحمان وايي: که لوحې په بهرنيو ژبووليکل شي ،خلکو ته ستونزی پيدا کوي.که څوک څه شي اخلي دوکان نه شي پيدا کولي. له کډوالۍ چې راستون شوم خپل د عينکوددوکان شيان مې هم راسره راوړل . زما دوکان ته به څوک نه راتلل . ځکه چې لوحه په بهرنۍ ژبه ليکل شوي. ” خو ځينو خلکو دغه وړ ستونزې هوارې کړي م،شهرام پۀ دې اړه داسی وايي : ” دوکان مې جوړ کړ بلد نه وم، څوځله مې لوحه وليکله ښاروالۍبه ړنګه ګړه، بيا مې له ګاونډي دوکاندارسره مشوره وکړه اوس په لوحه ټول خلک پوهيږي. په ونو، پلولارو، واټونو، دبريښناډاګو ، او نوروځايونوکې دلوحو بندول خلکوته ستونزې پيدا کوي . دکابل ښار د مريم ليسې دوکان دارسخي وايي : ”په پلولارواوواټونوکې لوحې ايښوولوسره لارې بنديږي . زما دوکان ته څوک ځکه نه راځي ،چې زه ښځينه سودا پلورم اوهغوی په ګڼه ګوڼه کې نه راځي “ دکابل ښاروالۍکارکونکي محمود وايي:  | | | که لوحې په خپلو ژبو ليکل شوې وي، ټول خلک پرې پوهيدای شي. |
” په بهرنيو ژبوليکل شوولوحولپاره مو شپږ مياشتې وړاندې يوکميسون جوړ کړ، هڅه کووچې لوحې دافغانستان په رسمې ژبووليکل شي . موږپه اونۍ کې دوه ځله په بهرنيو ژبوليکل شوي لوحې ټولوو، خوپه ښاروالۍ کې دکارکونکودکموالي له امله داکار چټک نه دی. “ که لوحې سمې وليکل شي اوپه مناسبوځايونوکې ولګول شي په دغه برخه کې به ډېر خلک لۀ ستونزو خلاص شي
د لوحو په اړه ستاسې راليږل شوي بريښناليکونه شمروز خان مسجدي - هند زه په لوحو باندې د بهرنيو ژبو د ليکلو سره سخت مخالف يم او دا بايد چې يوه جدي موضوع وگڼل شي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت بايد چې هڅه وکړي چې هغه لوحې چې په بهرنيو ژبو ليکل شوي لرې کړي. زه دا هم نه وايم چې بهرنۍ ژبې دې هيڅ نه وي وې دې خو اول دې د افغانستان کومه ژبه وې بيا بله او مونږ بايد چې د خپلو خلکو په اړه فکر وکړو نه د هغو بهرنيانو په اړه چې زمونږ هيواد ته د څو ورځو لپاره راغلي دي. په مننه! فرهاد زردشت - لندن ټولې لوحې بايد چې په ملى ژبه وي ځکه چې په افغانستان کې د پښتنو شميره زياته ده او دا به هغو ته ډيره اسانه شي چې خپل اړيني شيان چيرته ترلاسه کولى شي او بهرنيانو ته بايد چې انگليسي وي. محمد نصير اميد - جلاآباد زه وايم چې زمونږ خلک د بهرنى کلتور او نويو ټيکنالوژيو سره دومره اشنايي نه لري نو زمونږ هيله د تجارت څښتن څخه داده چې خپلې لوحې په ملي ژبو وليکي تر څو خلک خپله لاره ډيره په اسانې سره پيدا کړي په دې توگه بهرني کلتورونه به هم ډډه وشي. زه بايد واويم چې مونږ د انگليسي مخالف نه يو خو مونږ غواړو چې لومړيتوب بايد چې خپلو ژبو ته ورکړل شي. مننه! زاهدالله زاخيلوال - ننګرهار زه دلته يو شی ته اشاره کوم هغه دا چې د ښار او خصوصا د کليوالو خلکو ستونزه ده د مثال په توکه رخت فروشی، ( کوم کوم)... بعضی وخت داسې هم پيښېږي چې نا اشنا خلک د درملتون پر ځای سلمانی ته ننوزي. سورگل پښتون - لندن ټولې لوحې بايد چې په پښتو او انگليسي وي، پښتو د خپل ملت لپاره او انگليسي د بهرنيانو لپاره او ټولې لوحې بايد چې خلکو ته ښکاره پيغام ورسوي. که چيرته مونږ په ډيرو ژبو لوحې وليکو په دې پيسې هم ډيرې ضايع کيږې او خلکو ته هم مشکله کيږي. دولت بايد چې د خلکو لپاره دغه موضوع جدي ونيسي. اميل جان د ټول هېواد لوحې بايد په پښتو وليکل شئ ځکه چې ، زموږ ګاونډې هېوادو ته وګوري خپلې ټولې لوحې يې د هېواد داکثريت په ژبه ليکلې او ټول ملت يې ملاتړ کوي ، که دولت دا کار وکړئ ه! دغه کسان چې له دولت سره همکاري نه کوي ، ددې پرېکړې هرکلی به وکړي ٠ مننه اميل جان محمد قديم شاکر - خوست د لوحو لگول يوه ډيره ښه مفکوره ده خو زما وړانديز دادى چې په هغو سيمو کې چې دري ويل کيږي لوحې دې په دري وليکل شي او چيرته چې پښتانه دې هلته دې لوحې په پښتو ژبه وې. احمد پوپل - هند زما به اند لوحې بايد په ملی ژبه وليکل شي لکه پښتو او بيا دری او که چيری د انکليسی ژبې ضرورت وي نو بيا دې لاندې په کوچني خط وليکل شي زما په اند دا کار په زور نه بلکې د تبلغ له لاری کېدای شي ترڅو خلکو ته ملی او د ملی ژبی د اساتنياوو احساس پيدا شي. اجمل حمزه وردگ زه منم چي هر ژبه ځانته ښكالا لري مګر په افغانستان کې زمونږ خپله ژبه پښتو ښكلي ده زه د هيڅ ژبه سره تعصب نلرم مګر دخپلې ژبې سره مينه لرم. دا د هر افغان خوښيږي چه په خپل ملک كې په خپله ژپه كار سرته ورسوي نو زه د محترمو سوداګرو څخه هيله كوم چي خپله ژبه ته توجه وكړي .مننه !!! عزت الله داودزئ - کابل ټولی لوحې بايد اول د افغانستان په رسمی پښتو يا دری ژبه وي بيا که په کومه خارجی ژبه وی هم کومه پروا نلری.. زه بايد يوه خبره وکړم او هغه دا چه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ددې ټولو نيوکو زمه وار دی او دې ته بايد جدي پاملرنه وکړي.
|