BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:15 گرينويچ 2008 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښار غږ: انترنيت

دامهال د افغانستان په ځينو ښارونوکې د انټرنيټ اسانتياشته اوخلک دژوند په بېلابېلو برخو کې استفاده ځنې کوي.

داچې انټرنيټ څه ارزښت لري، په دې اړه دکابل ولايت يو اوسېدونکی نورعلي داسي وايي : ” زه له خپلوملګروسره د انترنيت له لارې چټينګ کوم“

دکابل ښار يوبل اوسېدونکي ګل خان وايي :

” کله چې ماته په پوهنتون کې کورنۍ دنده راکړي، دهغه په باب له انټرنيټ څخه معلومات اخلم“ .

دننګرهار ولايت يو اوسېدونکی اجمل بيا وايي: ” زه په انټرنيټ کې مهم خبرونه لولم“ .

درقيب په نوم يوځوان بيا داسي وايي : ” انټرنيټ ډېر ورو دی ځکه نو يوخو مې ډېر وخت لګېږي او بل ډېر لګښت راباندې راځي.

د انټرنيټ د استعمال لپاره بايد مشخصه پته ولرو، که داسي نه وي، هم مو وخت ضايع کيږي او هم د ضرورت وړمعلومات په لاس نه شو راوړلای.

په کابل کې ديوه انټرنيټ کلب مسئول عبدالقديرخالقي وايي: “ کله ناکله انټرنيټ ځکه ورو وي چې په يوه وخت کې يې ډېرکسان استعمالوي او هريوڅوسايټونه ګوري “.

خوځينوکسانو بيا دغې ستونزې ته دهوارۍ لار پيداکړې ده. تميم وايي : ” زه چې کله په انټرنيټ کارکوم په يوه وخت کې نه ډيرسايټونه ګورم اونه هم چټينګ کوم.

په دې اړه عبدالقديرخالقي وايي: ” کله چې څوک وخت ولري چټينګ ياد نوروسايټونوکتل بدکارنه دی.

خوکه څوک ضروري کارولري اودی په چټينګ بوخت وي، نو ډېر وخت يې لګېږي.

خوکه يوڅوک له انټرنيټ سره پوره بلد نه وي څه وکړي؟ عبدالقديرخالقي وايي :

” هغه کسان چې له انټرنيټ سره بلدنه دي د انټرنټ کلب له مسئول اوخپلو ملګروڅخه دي مرسته وغواړي“.

دکابل ښار يواوسېدونکی شفيق وايي : ” زه له انټرنيټ سره بلد نه وم، کله چې به مې په انټرنيټ کلب کې کار کاوه.

انترنيت کلپ
د انترنيت په مرسته کولای شو چې په لنډه موده کې، معلومات په لاس راوړو.

ددغه کلب له خاوند څخه به مې پوښتنه کوله چې، اوس ښه ورسره بلد يم.

دهرات ولايت يو اوسېدونکی طاهر بيا وايي :

” زه هم په پيل کې له انټرنيټ سره بلد نه وم، بيا به له خپلو ملګرو سره يوځای انټرنيټ کلب ته تلم، هغوی به مرسته راسره کول“ .

عبدالقديرخالقي وايي : ” کله چې يوڅوک انټرنيټ استعمالوي بايد مشخصه پته ولري، که چېري پته ونه لري خپل د ضرورت وړمعلومات په لاس نه شي راوړلای“ .

ستاسې راليږل شوي ايميلونه

فلک شير هيران (افغان)- پاکستان
انټرنيت يو ډير گټه ور شى خو که څوک ترې سمه استفاده وکړي. د بيلگې په توگه زه د بي بي سي د انگريزې ژبې د زده کړې انټرنيټ پاڼې سره راجستر يم او هغوي ماته هره اوونۍ د انټرنيټ له لارې نه درس راکوي. او بله داچې مونږ کولى شو چې د انټرنيټ له لارې د بريتانې، امريکا، کانادا او ورته نورو هيوادونو په کالجونو کې داخله واخلو.

محمد وليد روان - لابيريا
هو، انټرنيټ زمونږ په هيواد کې يو ستر پرمختگ دى خو ډيرى خلک دغه وسيله د ډيرو بدو ويب سايټونو د کتو لپاره استعمالوي. مونږ کولى شو چې دغه وسيله د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره استعمال کړو خو بايد چې احتياط هم وکړو ځکه چې غلط معلومات هم ترلاسه کولى شو لکه څنگه چې ما په ډيرو ويب سايټونو کې د اسلام په اړه ډير غلط معلومات ليدلي دي.

خان شير ساحل - ننگرهار
زه په خپله له انترنيت سره ډير مينه لرم او کولی شم چی په جريان ده يوه ساعت کې نور معلوماتې ويب سايټون وگورم او هم ملگرو سره چټ کوم.

مينه هوسۍ - کابل
انټرنېټ ددوو تېغو لرونکې توره ده چې هم ښه کار ترې اخيستل کېږي او هم بد. خو زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې دې څوک ترې ښه گټه واخلي. خو بيا هم داسې ځوانان او خلک شته چې د ډېرو ښو موخو په مقصد يې کاروي .

کمال دين کمال - لکي مروت
زما انټرنيټ ډير خوښيږي ځکه چې دا د پوهې يوه ستره منبع ده. زه تل په انټرنيټ کې د زده کړې ويب سايټونه گورم او کله کله د ملگرو سره چټ کوم. ټولو افغانانو ته په خاصه توگه زده کوونکو ته سلا داده چې بايد چې انټرنيټ استعمال کړئ او د زده کړې کچه لوړه کړي.

محب الله دانش - کابل
زما په آن که په خا صه توگه ووايم نو هغه به داوي چی انټرنيټ د هر چا د درد دوا ده او فرد چی په دنيا کی ژوند کوي له انټرنټ نه ورته بل ستر فايده رسونکی شى نشته.

خالق سرگل پښتون - لندن
انټرنيټ دومره گټور دى لکه ټيليفون ځکه دغه دواړه لارې دوستان او کورنې سره نژدې کوي. مونږ ددې لارې کولې شو چې دوستان هم پيدا کړو. د اقتصادى پلوه هم ډير گټور دى ځکه چې مونږ کولى شو چې په نړې کې د هرې کمپنې سره په ډيره اسانې اړيکي ونيسو. مونږ بايد انټرنيټ په سمه توگه استعمال کړو. مننه!

احمد علي - انگليستان
سلام! زه ډير خوشحاله يم او د هغو خلکو څخه ډيره مننه کوم چې د افغانانو د يوالي په موخه يي د انټرنيټ اسانتياوي برابرى کړي دي. ليکن زما هيله د افغان کوچنيانو څخه داده چې لطفا انټرنيټ د هغو کارونو لپاره مه استعمالوئ کوم چې تاسې ته فايده نه رسوي. ستاسې ورور احمد.

نورمحمد ستانکزی - لوگر
انټرنيټ ډيرې زياتې فايدې لري مثلا تاسې کولی شئ چی د خپلو انديوالانو سره په کې خبرې اترې وکړئ، خبرونه واورئ ، تلويزون وگورئ او د هرسه په باره کی چی معلومات وغواړئ کولی شئ انترنيټ نه يې ترلاسه کړئ. که ته د يو چا، کوم پوهنتون يا حيواناتو په باره کی معلومات وغواړې نو گوگل ته لارشه نوم يي ورکړه تاته ټول معلومات درکوي که وغواړی انلاين زده کړې وکړې کوم پوهنتون کی داخله کوې کولی شی انترنيټ نه استفاده وکړئ.

ماشومان د ښار غږ
د ماشومانو خفګان
افغان کډوالد ښار غږ
دکډوالو راستنېدل
ښاري موټرونهد ښارغږ
ښاري موټرونه
برېښناد ښار غږ
د برېښنا سم استعمال
دغرونو کورونه د ښار غږ
دغرونو کورونه او ژمی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>