|
د ښارغږ : ښاري موټرونه "ستاسې ايميلونه" | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ټرافيکو د رياست د مسئولينو په وينا، يوازي د کابل په ښارکې تر ( ٥٠٠) زرو ډېر موټرونه تګ راتګ کوي او هره ورځ د ( ٢٠٠) زرو په شاوخواکې دټرافيکي قانون سرغړوونکې جريمه کېږي. له تېرو دوو مياشتو راهيسې داسې ټرافيکي پېښې هم شوي چې، علت يې دموټرچلوونکو او ښاريانو بې غوري ده. په دې اړه دکابل ښار يو اوسېدونکی سنګر وايي : ” ځينې موټرچلوونکي په حرکت کې، پرته له تمځای څخه سورلۍ ښکته او پورته کوي چې دا کار ډېر خطرونه لري. دننګرهارولايت يوه اوسېدونکې مريمه وايي : ” ما له تمځای څخه مخکې موټروان ته وويل چې موټر ودروه ! خو ده همداسي په حرکت کې له موټره کښته کړم، د موټر د روازه کېڼې خوا، ياني د سړک منځ ته خلاصه شوه، په دې وخت کې يوموټر راغی اوزه يې ووهلم“. اياپه دې برخه کې موټروان اوکه سورلۍ پړ ګڼل کېږي؟ په دې باب دټرافيکود رياست عمومي مدير سمونوال اسدالله وايي : ” هم موټروان اوهم سورلۍ پوهېږي چې داکارخطر لري، خوبې غوري کوي، نتيجه يې د ا راوزي چې موټروان جريمه اويابندي کېږي اومرګ ژوبله دواړوخواوو ته ور اوښتلای شي“. خوددغو خطرونو د مخنيوي لپاره څه کول په کار دي؟ په دې اړه د لغمان ولايت يوه اوسېدونکې مارينا وايي : ” يوه ورځ زه او زما د ترورلور ښوونځي ته په موټرکې تلو. موټر ډېر ډک و، زما دترور لور د موټر په دروازه کې ولاړه وه، کله چې موټر پر يوه جمپ راغی هغه ولوېده او موټر ووهله. له هماغې ورځې راهيسې ډېر احتياط کوم اوڅو ټکي په پام کې نيسم. دبېلګې په توګه دموټر په دروازه کې نه درېږم. کله چې موټر روان وي نو نه ورخېژم او نه ځنې کښته کېږم، بل داچې له تمځای پرته له موټر څخه نه کښته کېږم. په دې باب سمونوال اسدالله وايي : ” داسې موټروانان شته چې موټر ډېر ډکوي، خو بايد هم موټروانان او هم خلک پوه شي چې دسورليو ژوند له خطر سره مخ دی. خلک بايد ډېره بېړه ونه کړي چې، په يوه موټر کې که ځای وي کنه وي، بايد دوی خامخا په کښي ولاړ شي، خير دی که نيم ساعت ناوخته ورسېږي خو مطلب چې روغ رمټ ور سېږي.
ګل محمد چې موټر چلوي په دې اړه وايي : ” يوه ورځ چې سړک کنګل شوی و، يو سپين ږيری سړی مې دحرکت په وخت کې له موټر څخه کوز کړ چې، پر سړک ولوېد او ژوبل شو. بيا ټرافيکي پوليس راغلل او زه يې جريمه کړم“. سمونوال اسدالله نورې ستونزې هم يادوي او وايي : ” د روان موټر په حالت کې سورلی کښته کول ،لارې او واټونه بندوي او خلکوته ډېرې ستونزې پيداکېږي، مثلاً ناروغ پرخپل وخت روغتون ته نه رسېږي“. ميرعلم چې له شپږو کالو را په دېخوا موټرچلوي وايي : ” ما خپل کلېنرته ويلي چې، دموټر په دروازه کې سپرلي پرې نږدي“ . که چېري موټروانان دموټرچلولو پرمهال ټرافيکي قوانين مراعت کړي، نودډېرو خطرونو مخه به نيول شوې وي. د ترافيکي پيښو او قانون په اړه ستاسې بريښناليکونه امان الله – کابل ترافيک ددې بيروبار مسول دي ځکه چې دوي پرله پسې موټرو ته اجازه (پليټ) ورکوي او زيارتره موټر چلوونکي لايسنس هم نه لري. سرکونه څه نا څه پراخه دي خو ډيرى موټرې په غير قانوني ځايونو کې پارک وي او موټرې په ډيره نا سمه يا غير قانوني توگه تک راتک کوي. احمد شاه - کابل کابل کې د خلکو نه موټرونه ډير دي. او د امان الله ورور خبره سمه ده چې وايي د د پوليسو مسوليت دې چې دومره ډيرو موټرو ته بايد اجازه ورنه کړي ځکه چې ښار ددومره موټرو توان نه لري او دغه وجه ده چې ترافيکي پيښې رامنځ ته کيږي او هم ټول ښار ناولى ښکاري. سيد عبدالولي – جلال اباد زما په نظر دولت بايد چې د ټولو موټرونو اډه د ښار نه ليږه لري جوړه کړي او د ټولو موټروانانو نه په سمه توگه امتحان واخلي او بيا لايسنس ورکړي او هغو ډريوارنو ته چې لايسنس نه لاري او موټر چلوي بايد سخته سزا ورکړي ځکه چې دا د دوي لپاره هم خطر دي او د نور سورليو او اوسيدونکو لپاره هم. په مننه. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||