|
د ښار غږ : کرايې کورونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ډير ښاري خلک په کرايي کورونوکې اوسېږي، چې کله ناکله د کور د خاوند او هغه سړي ترمنځ چې په کورکې په کرايه اوسېږي، ځينې شخړې پېښېږي. دکابل ښار يواوسېدوکی، نسيم وايي : ” زماپه فکرځينې خلک له کرايي کورسره بې غوري کوي، دکوردېوال اودروازې خرابوي،ځکه نودکورخاوندشخړه ورسره کوي“. خود پروان ولايت يوه اوسېدونکې مريمه بيا وايي : ” دکورڅښتن بېځايه پر کرايه نشين نيوکې کوي، هماغه وي چې ترمنځ يې لانجې اوشخړې پېښېږي“ . دکرايه نشين له خوادکوردخرابېدو په هکله د وردګو ولايت يو اوسېدونکی امان وايي: ” ماخپل کور يوچاته په کرايه ورکړی و.له څومياشتو وروسته چې مې کوروليد نوډېر يې خراب کړی و.
په دهلېز کې يې لرګي مات کړی وه . د تشناب کاشي خښتې يې را ايستلې وې اوماشومانو لوبې پرې کولې. دکړکيو ښيښې يې ماتي کړي اوپرځای يې پلاسټيک ورلګولی و. په دروازه کې يې د کاليو ځوړندولو لپاره مېخونه ټکوهلې وه. لنډه داچې کورمې په ډېر بد حالت کې وليد، ځکه نومجبورشوم چې کرايه نشين له کوره وباسم“ . دکابل په ښارکې دمعاملاتوديوې لارښودې ادارې خاوند، نجيب الله ا وايي : ” ډېر وختونه دکورخاوندهم ملامت وي. خوپه نوروحالاتوکې لکه مخکې چې اشاره ورته وشوه ،که کرايه نشين کورخرابوي، نوبايد چې بيرته يي هغسي ورته وسپاري، لکه څنګه چې ورته سپارل شوی دی“. د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې نرګسه وايي : ” دکورخاوند بې ځايه شرطونه راباندې ږدي. وايي چې، په تشناب کې به کالي نه مينځئ، ځکه چې په تغاره باندې سمنټ خرابېږي دپردو بندولولپاره ځای نه لري، وايي چې په دېوال کې به مېخونه نه ټکوهئ، اوس موږ حيران يوچې څه وکړو؟که په يوه کورکې اسانتياوي موجودې وي، خلک به ولي کور خرابوي؟
نجيب الله په دې باب وايي: ” زماپه نظر چې کور له کرايه نشين سره امانت دی، بايدچې ښه يې وساتي.که کورښه ونه ساتل شي نو کرايه نشين ته خپله هم زيان رسېږي. دکورخاوند ته هم په کارده چې کرايه نشين په وړو خبرو و نه ځوروي، ځکه چې هغه هم زموږ يو هيوادوال دی او دمجبورۍ له مخې په کرايي کورکې اوسېږي.“ دلوګرولايت يوه اوسېدونکې ناجيه وايي : ” زه له لسو کالو راهيسي په يوه کرايي کورکې اوسېږم، خوتر اوسه زما او دکور دخاوند ترمنځ کومه شخړه نه ده راغلې، ځکه چې کور يې ښه ورساتو. “ که چېري دکورخاوند پرکرايه نشين باندې له بې ځايه شرطونو ايښودلوڅخه ډډه وکړي اوکرايه نشين هم کور، لکه څنګه چې ورته سپارل شوی، هغسي وساتي، نو ددوی ترمنځ به ستونزې نه پيداکېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||