BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2008 ,13 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: ژمنۍ رخصتۍ

زده کوونکي په ټولګي کې
د زده کړې لپاره د کورسونو او تعليمي مرکزونو انتخاب هم يوه ډېره مهمه خبره ده.
يو شمېر هغه افغان کډوال چې په بهرينو هيوادونو کې يې زده کړې نيمګړي پرې ايښي او اوس افغانستان ته راستانه شوي دي، په ځينو مضامينوکې ستونزې لري.

صفي الله چې افغانستان ته نوی را ستون شوی يوماشوم دی په دې اړه وايي:

”زه په پاکستان کې اول نمره وم، خو په افغانستان کې ځينې مضامين بل ډول دي چې ډېره ستونزه ورسره لرم.

د بېلګې په ډول ما په بهرني هېواد کې د افغانستان تاريخ نه و لوستی چې اوس دلته ستونزه ورسره لرم او په کې ناکامه شوم“.

خليل نومی يو شاګرد چې افغانستان ته له ايران څخه راستون شوی، په دې اړه وايي: ”زه په ايران کې ډېر لايق وم، خو په افغانستان کې درسونه راته ګران دي.

په پښتو ژبه د نه پوهېدو له امله ناکام شوم اوښوونځی مې پرېښود. “خو ځينو دغه ډول شاګردانو بيا خپلو ستونزو ته د حل يوه لاره موندلې ده.

حيدر شاه په دې باب وايي: ”اوس چې د ژمې رخصتۍ دي نوما هم په يوه ژمني کورس کې درس پيل کړی دی او له دې لارې په هغو مضامينوکې چې ستونزې لرم، دلته يې تکراروم“.

زده کوونکی
 د ژمې رخصتۍ دي نوما هم په يوه ژمني کورس کې درس پيل کړی دی او له دې لارې په هغو مضامينو کې چې ستونزې لرم، دلته يې تکراروم“.
حيدر شاه

يو بل راستون شوی کډوال احمد فيصل په دې باب وايي: ”ما پخوا په تاريخ، جغرافيه او ژبنيو مضامينو کې ستونزې درلودې

خو اوس چې مې ژمنی کورس پيل کړی نو دغه ستونزه مې تر ډېره حده حل شوې ده“.

شېرخان په دې باب وايي: ”زه د شپې له پلوه په کور کې خپلو ماشومانو ته درس ورکوم، ځکه چې يوازې ژمني کورسونه کفايت نه کوي“.

خو د زده کړې لپاره د کورسونو او تعليمي مرکزونو انتخاب هم يوه ډېره مهمه خبره ده. شيرالله چې د کابل په ښار کې د يوه کورس استاد دی، په دې اړه وايي:

”د يو ښه کورس او تعليمي مرکز ځانکړتياوي دا دي چې په سيمه کې ښه شهرت، ښه درسي مواد او ورسره تکړه او تجربه لرونکي ښوونکي ولري“.

احمد فيصل د يوه ښه کورس د موندلوپه باب وايي: ” ما د ښه کورس په باب لومړی له خپلوانو او ګاونډيانو څخه معلومات وغوښتل او بيا په کورس کې شامل شوم“.

ښوونکی
 موږ څو ګاونډيانو په ګډه يو ښوونکی نيولی چې په کور کې زموږ اولادونو ته درسونه وايي هغه پيسې مو چې په کورس کې ورکولې، د کور ښوونکي ته يې ورکوو.
مريم

افغانستان ته ځينې راستنې شوي کورنۍ له دې امله چې پوره سواد نه لري، نه شي کولای چې له خپلوماشومانو سره په درسونوکې مرسته وکړي. يوه مېرمن چې د نوم له اخيستلو څخه ډډه کوي وايي:

”زه نوې له کډواليه راستنه شوې يم، ماشومان مې له درسونو سره نابلده دي،

په کورکې هم د چا لوست نه دی زده او له دې وېرې چې ورک نه شي يا بل څه ور پېښ نه شي، کورس ته يې هم نه شم لېږلای“.

بله راستنه شوې مېرمن مريم، بياوايي: ”موږ يوڅو ګاونډيان سره يوځای شوي يو او په هغو پيسو چې بايد په کورس کې يې ورکړو، په هغه مو په ګډه يو ښوونکی نيولی چې په کور کې زموږ اولادونو ته درسونه وايي“.

د کابل په ښار کې نوی تشنابد ښار غږ
ښاري تشنابونه او حمامونه
يوه نجلۍ د کانکور په ازموينه کې دښارغږ
کانکور
د قرباني پسهد ښارغږ
قرباني
يو تن زده کوونکی د کانکور په ازموينه کېدښارغږ
کانکورکې شموليت
د ماسټر پلان طبيقد ښار غږ
د ماسټر پلان طبيق
يون تن سپينږيری په روغتون کې ښار غږ
خلک او روغتونونه
شخصي ښوونځي د ښار غږ
شخصي ښوونځي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>