BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:49 گرينويچ 2007 ,16 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښارغږ: قرباني

قرباني
د حلالو شويو څارويو وينې او نورې چټلۍ د حويلۍ په يوه کونج او يا هم تر ونو لاندې ښخ شي.

د افغانستان په يو شميرښارونو کې ځينې خلک يواځې دسيالۍ او شريکۍ لپاره د لوی اختر قرباني کوي او دا کار کله کله د دې لامل هم کيږي چې د قربانۍ غوښه په سمه توګه ونه ويشل شي.

ځينې بې وزله کسان چې د غوښې د اخيستلو توان نه لري، دوی ته د اختر په ورځوکې غوښه ور رسيږي، ځکه اختر ته ډير خوشاله وي.

خو يو شمير بېوسه خلک بيا د قرباني دغوښې له ويشلو نه خوښ نه دي. دکابل ښار يوه اوسيدونکې، ندا، وايي:

"موږ ډير بيوسه يو، ان په مياشتو مياشتو مو هم د غوښې خوند نه دی څکلی.

تيرکال په لوی اخترکې چې زموږ ګاونډيانو قربانې کړي وه، يواځې خپلو خپلوانو او هغوکسانوته به يې غوښه ورکوله چې شتمن به وو او پخپله به يي هم قربانې کړي وه.

خو موږ ته چې ان د قربانی وسه مو هم نه درلوده او دې ورځې ته په تمه وو، چاه غوښه رانه کړله."

د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد عبدالظاهر داعي د قربانی په اړه وايي:

قرباني
 تيرکال په لوی اخترکې چې زموږ ګاونډيانو قربانې کړي وه، يواځې خپلو خپلوانو او هغوکسانوته به يې غوښه ورکوله چې شتمن به وو
د کابل ښار يوه اوسيدونکې

"په لوی اخترکې قربانې کول او په سمه توګه غوښې ويشل ثواب لري، دخلکو په مينځ کې مينه زياتوي، ددوی تر مينځ د همکاري حس قوي کيږي او دا له بې وزلو کسانوسره يو لويه مرسته ده."

دکابل ښار يوه بله اوسيدونکې، ناهيد، بياوايي: "موږ يواځې داسې کسانو ته غوښه ورکوو چې هغوی هم موږ ته د قربانی غوښه راوړي."

خو استاد داعي د لوی اختر په قربانې کې د سيالۍ او شريکۍ په اړه وايي:

"په قربانۍ کې د انسان نيت مهم دی، نه دا چې خلک د سيالۍ او شريکۍ لپاره قرباني وکړي. که قرباني د سيالۍ او يا هم د نوم ايستلولپاره وي، ثواب نه لري."

خو د قربانی غوښه بايد په څه ډول وويشل شي؟ د پکتيا ولايت اوسيدونکې کوکوشرين وايي:

"موږ تيرکال د قربانۍ غوښه په دری برخو وويشله. يوه برخه موځان ته را وګرځوله، بله مو پر خپلوانو او دوستانو تقسيم کړه اودريمه برخه مو هم د بې وزله کسانولپاره بيله کړله."

دکابل ولايت اوسيدونکی حميد بيا له يوې بلې موضوع نه چې تيرکال يې په لوی اختر کې ليدلې وه يادونه کوي. دی وايي:

قرباني
 په لوی اخترکې قربانې کول او په سمه توګه غوښې ويشل ثواب لري، دخلکو په مينځ کې مينه زياتوي، ددوی تر مينځ د همکاري حس قوي کيږي
استاد عبدالظاهر

؛تير کال به ځينو خلکو له خپلو موټرو څخه د قربانې غوښه، بې وزله کسانوته ور ويشله، چې په دې سره يي ډيره بې نظمې رامنځته کړه اودا کار خلکواو قربانی ته يو ډول سپکاوی دی."

د قربانۍ د غوښې د ويشلو په اړه استاد داعي يو ځل بيا: "د غوښې دا ډول ويشل مناسب نه دي، ځکه چې هر څوک انساني کرامت لرې او موږ بايد د هر چا شخصيت ته په درنه سترګه وګورو."

خو يوه بله خبره چې د اختر په ورځوکې خلکو ته ستونزې پيدا کوي، دا ده چې ځينې کسان په لارو او کوڅوکې دڅارويو وينه ، خوشايي او نوره چټلي اچوي چې بيا بدبوي او بيلابيلې ناروغۍ رامنځته کوي.

تجربه لرونکي کسان وايي چې که چيرې د حلالو شويو څارويو وينې او نورې چټلۍ د حويلۍ په يوه کونج او يا هم تر ونو لاندې ښخ شي، دا کار له يوې خوا د راتلونکو ستونزو مخه نيسي او له بل لورې ونو او بوټو ته ګته رسوي.

يو تن زده کوونکی د کانکور په ازموينه کېدښارغږ
کانکورکې شموليت
د ماسټر پلان طبيقد ښار غږ
د ماسټر پلان طبيق
يون تن سپينږيری په روغتون کې ښار غږ
خلک او روغتونونه
شخصي ښوونځي د ښار غږ
شخصي ښوونځي
ښارونه او مالداري دښار غږ
ښارونه او مالداري
ماشومان او بايسکل چلول د ښار غږ
ماشومان او بايسکل چلول
په کابل ښار کې څو پوړيزه ودانۍد ښارغږ
څو پوړيزه ودانۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>