|
دښارغږ: کانکورکې شموليت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
راستانه شوي افغان کډوال چې غواړي د کانکور ازموينه ورکړي، مخکې بايد کوم ټکي په پام کې ونيسي؟ ايا د کانکور په ازموينه کې، د راستنوشويو او هغوکسانو تر منځ چې په هيواد کې يي ښوونځي لوستي دي څه توپير موجود دی او که نه؟ د لوړو زده کړو د وزارت د مسولينو په وينا، د کانکور ازموينه د عقرب له مياشتې پيل، بيا د حوت د مياشتې تر وروستيو پورې دوام کوي چې، مجموعاً دېرش امتحانه په دوه ويشتو حوزو ( کابل، قندهار، مزار شريف ، کندوز ، ننگرهار، هرات ...او داسې نورو کې اخيستل کېږي. خو را ستانه شوي کډوال بايد د کانکور د ازموينې لپاره خپل کار له کومه ځايه پيل کړي ؟
دلوړو زده کړو د وزارت د کانکور د رياست مسول محمد حميد (امين ) وايي: ((راستانه کسان دې مخکې له امتحان نه خپل اسناد د ښوونې او روزنې په وزارت کې وګوري، د هغوی تصديق دي راوړي. وروسته دي خپل نوم د ازموينې لپاره ثبت کړي )) هغه کسان چې نوي هيواد ته راستانه شوي دي، د کانکور د ازموينې په اړه ډېرې پوښتنې لري. احمد شاه له پېښور نه راستون شوى کډوال پوښتي: ((د ځايي خلکو او راستنو شويو کډوالو ترمنځ د ازموينې توپير په څه کې دی؟)) پوهاند امين وايي: ((هېڅ توپير نه لري. راستانه شوي د ځايي خلکو په څېر حقوق لري او هره پوهنځۍ چې زړه يې وي، ټاکلى يي شي)) د وردګو د ولايت اوسيدونکی ګل خان وايي: ((که څوک له امتحان نه پاتې شي، بيا څه وکړي يعنې بل امتحان ورکولي شي؟)) امين ځواب ورکوي ((هو په متفرقه کې امتحان ورکولى شي)) نرګس له يران نه راستنه شوي کډواله بيا پوښتي: (( له کومه به وپوهيږو چې ازموينه څه وخت ده؟ )) امين د ازموينې د نيټې په اړه وايي: (( هر وخت چې د زد کوونکو شميره پوره شي بيا خو ځينې راستانه شوي ګډوال وايې، دا چې تعليمي اسناد يي بشپړ نه وو، تيرکال له ازموينې ځخه پاتي شويدي. نعيم له پيښورنه راستون شوی کډوال وايي: ((زما اسناد په پيښورکې نه وو ټاپه شوي، کله چې د کانکور د ازموينې لپاره د لوړو زدکړو وزارت ته ورغلم، هغوی په ازموينه کې شامل نه کړم، نوځکه مې يوکال بې ځايه تير شو )) يو بل تن چې جميل نوميږي کيسه کوي: ((تيرکال زمااسناد د ښوونې او روزنې وزارت ونه منل، ځکه امضاشوي نه وو. تر هغه چې پيښور ته لاړم ، اسناد مې سم کړل او بيرته راغلم، ازموينه تيره وه. سږکال مې مخکې له مخکې خپل اسناد بشپړه کړل، نوځکه په ازموينه کې ګډون کولي شم)) پوهاند امين وايي:
((موږ دښوونځيو داسنادو مسوليت په غاړه نه لرو. دښوونې او روزنې وزارت ته مکتوب ليږو، هغوی يې لاسليک کوي، د هغوی د امضا په اعتبار موږ زده کوونکي په ازموينه کې شاملوو)) د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي وايي چې د کانکور په ازموينه کې سم او دقيق انتخاب يعنې د پوهنځي ټاکل هم ډېر مهم دي. پوهاند امين يو ځل بيا: (( موږ داسې شاگردان درلودل چې په خپلو ښونځيو کې اول نمره وو، خو په انتخاب کې غلط شوي وو، وروسته يا بې نتيجې پاتې شول يا خو هم په خپل زړه پوهنځي ته بريالي نه شول.)) ((قدرمنو لوستونکو او اوريدونکو!)) که غواړی د پاڼې په اړه خپل وړانديزونه له موږ سره شريک کړی نو په دې پته له موږ سره اړيکې ټينګې کړئ. nazer@bbc.co.uk |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||