BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:44 گرينويچ 2007 ,23 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: موټرچلول او موبايل

د موټر چلولو پر مهال په موبايل کې خبرې کولوکواښ

دا چې په ښارونو کې د موټرونو شمېر ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دی ورسره د ټرافيکي پېښو شمېر هم ډېر شوی دی.

په دې وروستيو وختونو کې دکابل او کندهار پر لويه لاره دوو بسونو ټکر وکړ چې، په پايله کې يې (٣٢) سپرلي مړه او(٣٠) تنه ټپيان شول.

ټرافيکي پېښې بېلابېل لاملونه لري چې، يو يې هم د موټر چلولو پرمهال په موبايل ټيليفون کې خبرې دي. په دې اړه د کابل ښار يو اوسېدونکی سمير داسې کيسه کوي:

”ما يوه شپه موټر چلاوه او په موبايل کې مې خبرې کولې، د دې پرځای چې دکيڼ لاس اشاره ولګومه دښی لاس اشاره مې ولګوله چې، په دې وخت کې مې موټر له يوبل موټر سره ټکر شو.

د کابل ښار يوبل اوسېدونکی محمد عزيز داسې وايي:

د موټر چلولو پر مهال ګواښونه
 د موټر چلولو پرمهال د موټروان او سپرليو خبرې، په لوړ غږ موسيقي اورېدل، د ټلويزيون کتل او بې خوبي د اکثرو ټرافيکي پېښو سبب کېږي.
محمد عزيز

”د موټر چلولو پرمهال د موټروان او سپرليو خبرې، په لوړ غږ موسيقي اورېدل، د ټلويزيون کتل او بې خوبي د اکثرو ټرافيکي پېښو سبب کېږي“.

يوه ورځ ما د خپل موټر دښي لوري ښيښه پورته کړه چې، په دې وخت کې مې له يوبل موټر سره ټکر وکړ.

د دې ترڅنګ د ځينو غمجنو پېښو خبر اورېدل هم دټرافيکي پېښو سبب ګرځي“.

د کابل ښار يو اوسېدونکی سيف الرحمن داسې وايي: ”ما موټر چلاوه چې،

په موبايل کې دخپل پلار د مرګ خبرشوم، نور په ځان نه يم پوه شوی چې، موټر مې له يوې رکشا سره ټکر شو“.

د پروان ولايت د چاريکارو د ښار اوسېدونکی ميرسعيد وايي:

”ما د موټ رچلولو پر مهال په موټرکې نصب شوی ټلوېزين ليده چې، موټر مې له يوې ونې سره وچنګېده، زه او زما يوملګری ټپيان شولو“.

موټر چلوونکی په موبايل کې د خبرو پرمهال
 هغه کسان چې د موټر چلولو په مهال په موبايل کې خبرې کوي، په لومړي ځل د (٥٠٠) افغانۍ جريمه کېږي اوکه دغه عمل بيا تکرار کړي، نو موټر يې درول کېږي.
اسد الله

د موټر چلولو پر مهال په موبايل کې خبرې کولو په باب د کابل ښار د ټرافيکو مدير، سمونوال اسدالله داسې وايي:

هغه کسان چې د موټر چلولو په مهال په موبايل کې خبرې کوي، په لومړي ځل د (٥٠٠) افغانۍ جريمه کېږي اوکه دغه عمل بيا تکرار کړي، نو موټر يې درول کېږي“.

رحمان چې بېلابېلو هېوادونو ته يې سفرونه کړي دي داسې وايي: ”په بهرنيو هيوادونو کې خلک اجازه نه لري چې، د موټر چلولو پر مهال په موبايل کې خبرې وکړي“ .

يو موټر چلونکی جبار روفي د موټر چلولو پر مهال د احتياطي تدابيرو په باب داسې وايي:

“زه له سپرليو سره خبرې نه کوم او که په موبايل کې دخبرو کولو اړتيا پېښه شي نو موټر يوې خوا ته دروم او خبرې کوم“.

وچه ميوه خر څوونکید ښار غږ
اختر او لګښتونه
يوه ميرمنه د کابل ښار په بازار کې د ښار غږ
د اختر جوړه
يو هلک د سړک څخه د اوړېدو پر مهالدښار غږ
کوچنيان او سړک
ډېران په د لارې پر سرد ښار غږ
کثافات او ښارونه
وظيفه لرونکې مېرمنهد ښار غږ
وظيفه لرونکي مېرمنې
بار وړونکی موټردښار غږ
بار وړونکي موټرونه
شور نخود او منتود ښار غږ
د سړک دغاړې خواړه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>