BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دښار غږ: کوچنيان او سړک

يو ماشوم د سړک څخه د تېرېدو پر مهال


د افغانستان په ښارونو کې د موټرو شمېر ورځ په ورځ مخ پر ډېرېدو دی.

د کابل ولايت د ټرافيکي پوليسو د چارواکو په وينا، دم ګړی يوازي دکابل په ښار کې پنځه سوه زره موټرونه تګ راتګ کوي.

دغو موټرونو که له يوې خوا خلکو ته اسانتياوي برابرې کړي دي، نو له بلې خوا يې په ښارونو کې د ماشومانو ګرځېدل او ښوونځيو ته تګ راتګ هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

په کابل کې د ټرافيکو مدير سمونوال اسدالله وايي، چې ډېری ماشومان د ټرافيکي پېښو له امله ژوبل او يا مړه کېږي.

دوه د ښوونځی زده کوونکي د سړک څخه د تېرېدو پرمهال
 په کابل کې موټرونو د ماشومانو ګرځېدل او ښوونځيو ته تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی دی.
د ترافيکو مسوول

تميم يو ديارلس کلن ماشوم دی، چې د يوې ترافيکی پېښې له امله ګونګی او پښې او لاسونه يې فلج شوي دي.

نوموړي بي بي سي راډيو ته په اشاروخپله کيسه وکړه. دا چې ددغه پېښو علت څه دی، سمونوال اسدالله وايي:

”ماشومان په ټرافيکې قوانينو او په دې نه پوهېږي، چې له سړک څخه څنګه واوړي.

خو دا د مور او پلار دنده ده، چې خپل ماشومان په دې پوه کړي چې، څنګه له سړک څخه تېرشي.

دکابل ښار يوه اوسېدونکې شيما شميم، چې په يوه ښوونځي کې معلمه ده داسي وايي:

”زه مې خپل ماشومان هيڅ وخت يوازي نه پرېږدم، چې ښونځې ته ولاړ شي او يوازې له سړک څخه تېر شي، بلکې زه يا پلار يې له سړ ک څخه تېروو او ښوونځي ته يې رسوو“.

ترافيکي پوليس
 ټرافيکي پوليس دنده لري، چې د ښوونځيو د پيل او رخصتۍ پر مهال ماشومان له سړکونوڅخه تېر کړي.
اسدالله

خو په دې باب ټرافيکي پوليس څه وظيفه لري؟

اسدالله وايي، چې هر ټرافيکي پوليس دادنده لري، چې د ښوونځيو د پيل او رخصتۍ پر مهال ماشومان له سړکونوڅخه تېر کړي.

نه يوازې د ماشومانو مور او پلار، بلکې خپله ماشومان هم کولاي شي، چې له ټرافيکي پوليسوڅخه وغواړي، چې هغوی له سړک څخه تېرکړي.

د دې ترڅنګ کولای شي، چې له عامو خلکوڅخه هم مرسته وغواړي، چې هغوی له سړک څخه تېر کړي.

ډېران په د لارې پر سرد ښار غږ
کثافات او ښارونه
وظيفه لرونکې مېرمنهد ښار غږ
وظيفه لرونکي مېرمنې
بار وړونکی موټردښار غږ
بار وړونکي موټرونه
شور نخود او منتود ښار غږ
د سړک دغاړې خواړه
چاودنه د ښار غږ
چاودنه او ځان ساتنه
د سرو زرو دوکانښارغږ
سودا اخيستل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>