BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:19 گرينويچ 2007 ,20 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ : چاودنه او ځان ساتنه

چاودنه
چاودنې دکليو په پرتله په ښارونوکې خلکو ته ډېر تلفات وراړوي، ځکه چې په ښارونوکې ګڼه ګوڼه ډېره وي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي چارواکو په وينا، په افغانستان کې د وروستيو دريو مياشتو چاودنو له امله (٢٤٠) کسان مړه او (٤٤٦) تنه ټپىان شوي دي.

البته دا هغه تلفات دي چې، له نوموړي وزارت سره ثبت شوي دي.

د يادونې وړ ده چې، دغه چاودنې دکليو په پرتله په ښارونوکې خلکو ته ډېر تلفات وراړوي، ځکه چې په ښارونوکې ګڼه ګوڼه ډېره وي.

څنګه کېدای شي چې، په دغه چاودنو کې له مرګ ژوبلې خوندي واوسو؟ په دې اړه متقاعد ډګروال ګل داد داسې وايي:

“ د اوړاندوينه يا پېشبيني نه شي کېدای چې، چاودنه به کله او چېري کېږي، خوکله چې، په يوه ځای کې چاودنه وشي، نوخلک دې هلته نه ورځي،

ځکه کېدای شي چې، بله چاودنه هم وشي. په دغسي يوه حالت کې د دوهمې چاودنې تلفات ترلومړۍ ډېروي“.

په دې اړه په کابل کې د کارته نو د سيمې يواوسېدو نکي، عبدالصمدخان د خپلو سترګوليدلی حال داسې وايي:

ځان څنگه خوندي وساتو؟
يو تن پوليس د پېښې پر ځاى کې
 کله چې، په يوه ځای کې چاودنه وشي، نوخلک دې هلته نه ورځي، ځکه کېدای شي چې، بله چاودنه هم وشي او د دوهمې چاودنې تلفات ترلومړۍ ډېروي.
متقاعد ډګروال ګل داد

” کله چې، دکابل په کمپنۍ نومي سيمه کې ځانمرګی بريد وشو، ډېر عام ښاريان په کې مړه او ټپيان شول.

ډېرو خلکو دپېښې ځای ته ورمنډه کړه چې، دغه حالت له نژدې وګوري. هلته د خلکو ګڼه ګوڼه دومره ډېره شوه چې، مړي او ټپيان په کې ورک شول.

که څه هم امنيتي کسا نو هڅه کوله چې، عام ښاريان له سيمې څخه ليري کړي، خو بيا هم دخلکو ګڼه ګوڼه وار په وار ډېرېده.

خلک معمولا ددې لپاره د پېښې ځای ته ورځي چې، غواړي له ټپيانو سره مرسته وکړې او وګوري چې، خپلوان خو به يې په پېښه کې نه وي ژوبل شوي او ځينې خلک بيا د نندارې لپاره ورځي“.

خو د پېښې له قربانيانو سره مرستې کولو او نندارې په اړه، ډګروال عبدالصمدداسې وايي:

”دا د امنيتي ارګانونو دنده ده چې، په چاودنه کې له ټپيانو سره مرسته وکړي، عام ښاريان پرته له دې چې، ځان له ستونزو او پېښو سره مخ کړي بل څه نه شي کولاى“.

د ملي اردو سرتيري د پېښې پر ځي کې
 دا د امنيتي ارګانونو دنده ده چې، په چاودنه کې له ټپيانو سره مرسته وکړي، عام ښاريان پرته له دې چې، ځان له ستونزو او پېښو سره مخ کړي بل څه نه شي کولاى“.
ډګروال عبدالصمد

د کابل د نيازبېګ سيمې يوه مېرمن بيا وايي: ”زما خاوند په ښار کې دوکان درلود، کله چې، لومړۍ چاودنه وشوه، دی ورغی چې، سيمه وګوري، په دې وخت کې بله چاودنه وشوه او زما خاوند په کې مړ شو“.

ډګروال عبدالصمد په دې اړه وايي: ”په دويمه چاودنه کې نه يوازي داچې، د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی بلکې، پوليس هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ کوي.

د بېلګې په توګه لارې بندوي، دسيمې هغه شواهد او مدارک چې، پوليس د هغه له مخې د پېښې عاملىن پيدا کوي، له منځه وړي“.

په دې اړه د کابل امبولانس ادارې، يو چارواکی، نذير احمد شېرزى داسې وايى: ” کله چى، موږ غواړو دپېښې له سيمې څخه ټپيان راواخلو نو په ډېرځنډ دغه کار کوو،

ځکه چې، هلته ډېره ګڼه ګوڼه وي، لاره بنده وي، په دغسې يوه حالت کې چې، د انسان د ژوند مسئله ده، يوه دقيقه وخت هم ډېرارزښت لري.

له ټپيانو سره مرسته کول ځانګړي طبي او مسلکي لارې چارې لري چې، عام خلک په هغه نه پوهېږي، نوله عاموخلکوڅخه زموږ غوښتنه دا ده چې، له سيمې ليري واوسي او امنيتي چارواکي خپلو کارونو ته پرېږدي“.

د سرو زرو دوکانښارغږ
سودا اخيستل
پاسپورټدښار غږ
تذکره او پاسپورټ
يو تن بزگردښار غږ
مېله ځايونه
تيږې ماتوونکىد ښار غږ
وړې کارخانې او د ماينونو خطرونه
بخادۍ جوړوونکىدښار غږ
کارپوهان او د کار لټه
د سړکونو جوړولښار غږ
د سړکونو جوړول
ماين پاک او ماين د ښار غږ
ماينونه او نوي ښارګوټي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>