|
ښارغږ: سودا اخيستل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لکه څنګه چې، يوه کمپنۍ خپل توليد کړي اجناس د خپلو ځانګړو شرايطو له مخې پر دوکاندارانو پلوري، دغسې دوکانداران هم د نوموړو اجناسو د پلورلو لپاره خپل ځانګړي شرايط او مقررات لري. دغه شرايط ځينې شفايي او ځينې يې هم په ليکلې بڼه وي چې”بل“ بلل کېږي، خو کله ناکله خپله دوکاندار او يا هم سودا اخيستونکی دغه شرايط په پام کې نه نيسي چې، په پايله کې يې د دوکاندار او رانيوونکي تر منځ جنجالونه جوړېږي، د بېلګې په ډول يوڅوک يو جنس رانيسي، کورته يې وړي هلته ګوري چې، جنس يوه نيمګړتيا لري. کله ناکله دغه سودا اخيستونکی اړکېږي چې، دغه جنس بيرته دوکاندار ته وروړي. دا چې يو رانيول شوی جنس د دوکاندار او رانيوونکي تر منځ کوم جنجالونه جوړوي، د کابل ښار يو رانيوونکی وايي: ”ما له يوه دوکاندار څخه د زوی لپاره بوټونه رانيول، کله چې مې کورته راوړل، زوی مې په پښوکړل نو تر يوې ورځې وروسته معلومه شوه چې، تنګ دي.
کله چې مې بيرته دوکاندار ته وروړل نو هغه راته وويل چې، زه دغه بوټونه بيرته نه اخلم، ځکه چې، په پښو شوي دي او تلي يې هم سولېدلي دي. نه يوازي داچې، ډېر سرګردانه شوم، بلکې هغه بوټونه هم راباندې تاوان شول“. سليمان چې، د کابل په ښار کې دوکان لري په دې اړه وايي: ” که چېري د سودا اخيستلو پر مهال دواړې خواوې خپل مسئوليت ته پام وکړي، نو د دغسې ستونزو مخه نيول کېدای شي. دوکاندار بايد سودا اخيستونکي ته د جنس د بيرته راوړلو او تبديلولو شرايط پوره روښانه کړي، مثلا هغه بوټونه چې، د تبديلۍ يا واپسۍ لپاره دوکاندار ته راوړل کېږي، بايد په پښو او يا په خاورو ککړ نه شي. دغه ډول د اغوستلوکالي چې، کله دوکاندار ته بيرته وروړل کېږي، بايد د خپلې کمپنۍ کارډ يا لېبل ورڅخه پرې نه شي اويا د ښادۍ په کوم محفل کې وا نه غوستل شي، ځکه چې دغه کالي نوي نه برېښي او رانيوونکی يې نه رانيسي“. د سودا اخيستلو پر مهال بايد د جنس څه رنګوالي، رنګ او نورو اړخونو ته پوره پام وشي چې، وروسته ستونزې راولاړې نه شي. دکابل ولايت يوه مېرمن په دې اړه وايي:
”ما دسرو زرو يو سيټ رانيو، کله چې مې په يو واده کې په غاړه کړ او هلته مې د نورو ښځو د سرو زرو سيټونه وليدل نو، خپل سيټ خوند را نه کړ. کله چې مې سيټ بيرته هغه زرګر ته چې ځنې اخيستی مې و، ورووړ نو هغه راته وويل چې، سمه ده! زه سيټ بيرته درڅخه اخلم او تبديلوم يې هم خو، شرط يې دادی چې، د جنس دبيې په سلو کې شل پيسې درڅخه ګرځوم“. داچې زرګران د يو جنس د تبديلۍ يا بيرته اخيستلو لپاره کوم شرايط او مقررات لري، يو زرګرچې، شمس الدين نومېږي په دې اړه وايي: ”په بل کې د بيرته راوړلو او تبديلولو ټول شرايط ليکل شوي وي، که يو جنس تر (٢٤) ساعتونو وروسته بيرته دوکاندارته راوړل شي نورانيوونکي ته د جنس پوره بيه ورکول کېږي او يا جنس ور تبديليږي خو، که تر دې ډېر وخت پر تېر شي بيا له رانيوونکي څخه د جنس د بيې په سلوکې شل ګرځول کېږي“. په دې اړه سليمان وايي: ” کله چې يو څوک سره زر رانيسي بايد ځان د بل په ټولو جزياتو پوه کړي چې وروسته سرګردانه او لالهانده نه شي. دغه ډول د برقي سامان الاتو پر مهال دې هم ډېر پام وکړي، مثلا جنس دې کورته تر وړلو مخکې امتحان او ټول اړوند سامان دې يې وګوري چې پوره وي.
دغه ډول دې په بل کې ګرنټي ( ضمانت) او ورانټي ته هم پام وکړي. ګرنټي دې ته وايي چې، که په جنس کې تر ټاکلي مودې پورې عوارض او نيمګړتياوي معلومې شي نو دوکاندار مجبور دی چې، جنس تبديل کړي او ورانټي بيا دې وايي: تر ټاکلي مودې پوري دجنس کومه پرزه خرابه شي نو دوکاندار مجبور دی چې، دغه جنس ترميم اوجوړکړي“. که چېري دسودا اخيستلو پر مهال هغه دوکاندارا ن چې، بل لري، بل ورڅخه واخيستل شي. د دې ترڅنګ دبل ټولو جزياتو ته پام وشي او بيا دغه بل په کورکي خوندي وساتل شي نو دجنس په اړه د ډېرو ستونزو او سرګردانيومخه نيول کېدای شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||