|
دښار غږ: تذکره او پاسپورټ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تذکره د ملي هو يت د تثبيت سند او پېژ ندګلوۍ وسيله ده، خو که يو څوک له هېواده دباندې سفر کوي نوبيا په بهرني هېواد کې پاسپورټ دهغه ملي هويت تثبيتوي او دغه ډول ارزښت لري. د تذکرې د ارزښت په اړه د وګړو د احوال ثبتولو د لوی رياست مرستيال، شير بهادر وايي: ”تذکره د هرافغان لپاره ډېره مهمه ده، د بېلګې په ډول دکور خرڅولو او اخيستلو، په انتخاباتوکې د ګډون او همدارنګه په رسمي دفترونو کې د مقررۍ لپاره په کارېږي. دغه ډول پاسپورټ په نړيوال ډګرکې ډېر مهم او ديو مسافر ډېر کارونه اسانه کوي“. د تذکرې د ارزښت په اړه د پکتيا ولايت يو اوسېدونکی وايي : ” زما وراره له پېښوره راغلى دی، غواړي چې، په کابل کې د کانکور امتحان ورکړي خو، د دې کار لپاره تذکرې ته اړتيا ده.
اوس کابل ولايت ته د تذکرې اخيستلو لپاره راغلى يم او درې نفره نور د دې لپاره راسره راغلي چې، زما د وراره افغانيت تصديق کړي“. په دې اړه د فراه ولايت د لومړۍ ناحيې او سېدونکى آصف وايى: ”زما زوی په روغتون کې بستر دى، ډاکترانو د درملنې لپاره بهر ته د تلو توصيه ورته کړې ده. خو اوس ستونزه دا ده چې، زما زوی تذکره نه لري چې، پاسپورټ واخلي. زما د زوی ژوند له خطر سره مخ دی، زه ډېر وارخطا او خواشينی يم چې، تذکره نه لرم او پاسپورټ نه شم اخيستلای“. خو اوس به داخبره وڅېړو چې، تذکره کوم کسان اوڅه ډول تر لاسه کولای شي؟ په دې اړه شير بهادر وايي: ”هر هغه څو ک چې، افغان وي، د (٢٠) افغانيو په بدل کې تذکره ترلاسه کولای شي. د تذکرې اخيستلو لپاره د دوو يا دريو کسانو شاهدي ته ضرورت دی، خو بايد دغه شاهدان د تذکرې اخيستونکي له نژدې خپلوانو څخه نه وي“. د يادونې وړ ده چې، تذکره په خپل ولايت کې ورکول کېږي خو، که يو څوک په خپل ولايت کې د پاسپورټ اخيستلو په اړه ستونزې ولري د کورنيو چارو وزارت په مرکزي دفترکې يې هم ترلاسه کولای شي.
که چېرې د يوچا تذکره ورکه شي نو مثنی يانې دويمه تذکره ورکول کيږي، خو په دې شرط چې، د نژدې خپلوانو تذکره ولري. اوس به پر دې وغږېږو چې، پاسپورټ دڅه لپاره تر لاسه کېږي؟ په دې اړه د پاسپورټ رياست د ادارې چارو مسئول، صفر محمد وايي: ” پاسپورټونه د بېلابېلو هدفونو لپاره اخيستل کيږي، لکه سياحت، سوداګري او بهر ته د د درملنې لپاره، خو د پاسپورټ ټولو ډولونو لپاره د تابعيت تذکره ضروري ده“. د لوګر ولايت يوه اوسېدونکې نجيبه وايى: ”زه په يوه بهرني هېواد کې اوسېږم، د يوه کال لپاره افغانستان ته راغلې وم چې، يوکال مې پوره شو، خو زما پاسپورټ پر خپل وخت تمديد نه شو، زه نه پوهېږم چې اوس څه وکړم؟ صفرمحمد په دې اړه وايي: ” هغه څوک چې، غواړي د خپل پاسپورټ موده وغځوي، کولای شي چې، نوی پاسپورټ ترلاسه کړي“. له ايران څخه يو راستون شوى افغان وايي: ”زه غواړم چې، په خپلې کورنۍ پسې ايران ته ولاړشم خو پاسپورت نه لرم، نه پو هېږم چې، پاسپورټ به څه ډول او په څومره وخت کې ترلاسه کړم؟
صفرمحمد ددې پوښتنې په ځواب کې وايي: ”دوی کولای شي چې، په دوو يا دريو ورځو کې د افغانستان دکورنيو چارو له وزارت څخه پاسپورټ ترلاسه کړي“. د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی، رحمت الله وايي، که د يو چا پاسپورټ ورک شي، نوڅه وکړي؟ صفرمحمد په دې باب وايي: ”که د يوچا پاسپورت ورک شي نوسمد لاسه دي د خبري رسنيو له لارې اعلان وکړي، چې تر دې وروسته دغه پاسپورت د اعتبار وړ نه دی او د پاسپورټ خاوند کولای شي چې، نوی پاسپورټ ترلاسه کړي“. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||