ډېری ښاري اوسېدونکي له دې سر ټکوي، چې يو شمېرخلک ددې پرځای، چې دخپلو کورونو کثافات اوچټلۍ په کثافت دانيو کې واچوي په لارو، لښتيو، د سړکونو پر غاړه او ګلدانيو کې يې اچوي. د کابل ښار يو اوسېدونکی رحمان په دې اړه داسې وايي: ”ډېرخلک داسې فکر کوي چې، ګواکې يوازې ښاروالي د ښار د پاکۍ مسؤليت لري ځکه نوکثافات په لارو او کوڅوکې غورځوي“. د کابل ښاريو بل اوسېدونکی رحمت الله داسې وايي: ”موږ په بلاکونو کې اوسېږو، زموږ ځينې ګاونډيان له کورونو څخه کثافات راباسي او د بلاکونو شاوخواته يې اچوي“. د کابل ښار يو بل اوسېدونکی طاهر په دې باب داسې وايي: ”زه نه پوهېږم، چې ولې ځينې خلک د خپلو کورونو کثافات په کثافات دانيوکې نه اچوي.  | د کور کلي مسووليت د ټولو دی   ډېرخلک داسې فکر کوي چې، ګواکې يوازې ښاروالي د ښار د پاکۍ مسؤليت لري ځکه نوکثافات په لارو او کوڅوکې غورځوي“.  رحمان |
ځينې خلک قصداً دا کارکوي او ځينې وختونه بيا ماشومان دغه کارکوي. ماشومان ځکه دغه کارکوي چې مور او پلار يې د چټليو د اچولو اصلي ځای نه وي ورته ښودلی“. د ښار عام خلک او دوکانداران هم له دغو کثافاتو څخه تنګ دي. جان محمد، چې د کابل د مريم ليسې په بازارکې دمېوې او ترکارۍ کراچي (رېړۍ) لري داسې وايي: ”ډېری دوکانداران ددې پرځای، چې کثافات په کثافات دانيوکې واچوي هغه د سړکونو په ګلدانونو کې اچوي، چې دا کار ټوله سيمه ناولې کوي او د بېلابېلو ناروغيو سبب کېږي. زه د ورځې په وروستۍ برخه کې ټول کثافات په يوه کڅوړه کې اچوم او بيا يې د کثافاتو په بېرل (بېلر) کې اچوم خو دا چې نور دوکانداران دا کار نه کوي، زما کار هم بې ګټې دی“. د کابل ښاروالۍ د تنظيفاتو د څانګې مشر نثار احمد حبيبي په دې اړه ايي:  | | | د کثافاتو بې ځايه غورځول ښاروالۍ له ستونزو سره مخامخ کوي |
”که کثافات په کثافت دانيو کې وا نه چول شي، نو دا کار د ښاروالۍ کار له ځنډ او ستونزو سره مخ کوي، ځګه چې ښاروالي دومره امکانات نه لري، چې له هرځای څخه کثافات راغونډ کړي“. |