|
د ښار غږ: وظيفه لرونکي مېرمنې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هغه مېرمنې، چې له کوره دباندې مصروفيت اوبوختياوي لري د کور کارونه او د اولادونو پالنه هم ورپه غاړه ده. په دغو ښځوکې ځينې يې توانېدلي، چې دغه دواړه کارونه په ښه ډول تنظيم کړي، خو ځينې يې بيا له دې امله له يو شمېر ستونزو سره مخ دي. د کابل د کارته سه سيمې يوه نجلۍ، چې (١٣) کاله عمر لري داسې وايي: ”مور مې په يوه دفترکې کار کوي، کله چې دفتر ته ځي نو د کور ټول کارونو ماته راپرېږدي. زه څه شي نه شم پخولای، بيا نو مجبوره يم چې زه او ماشومان وچه ډوډۍ وخورو. بياچې مې مور له دفتره راشي نو ما ترټي وايي، دا لوښي دې ولې سم نه دي پرېمنځلي او دا کار دې ولې سم نه دی کړی. زه خوداټول کارونه نه شم کولای“. که چېري هغه مېرمنې، چې له کوره دباندې مصروفيت لري له خپلوماشومانو سره بې غوري وکړي نوله کومو ستونزوسره مخ کېږي؟ يوه پېغله چې حميده نومېږي، په دې اړه داسې وايي: ”هغه وخت چې زه لاماشومه وم، نومور مې په دفتر کې کار کاوه. يوه ورځ يې سطل پرمنقل ايښی و، چې اوبه تودې کړي. يو څه وخت وروسته برق ولاړ. مورمې سطل هماغسي پر منقل پرېښود او وظيفې ته ولاړه، يو څه مهال وروسته برق بېرته راغلی و خوموږ نه و په خبر، زه وړه وم، د ايشېدلو اوبو سطل راباندې راچپه شو. اوس ډېر وخت تېر شوی دی، خو هرڅوک، چې زما د سوځېدلو پښو او لاسونو نښې ويني نو زما مور ملامتوي، چې زما په اړه يې بې پروايي کړې ده. کله چې زه خپلو سوځېدلو پښو او لاسو ته ګورم نو ډېره ځورېږم“. د ”خورد کابل“ دسيمې يوه اوسېدونکې مريمه بيا داسې وايي: ”زه وظيفې ته تللې وم او خپل درې ماشومان مې په کورکې پرې ايښي و، وړوکی زوی مې سړک ته وتلی او موټر وهلی و“. فوزيه، چې د لوړو زده کړو په وزارت کې وظيفه لري داسې وايي: ”د ميندو دغه ډول بې غوري د دې لامل کېږي چې نارينه يې ووايي چې ښځې دې په کور کې کښېني او د خپلو اولادونو ساتنه او پالنه دې کوي. هغه ښځې، چې رسمي وظيفې لري که هغوی خپلو ماشومانو ته هم پوره پاملرنه وکړي، نو هيڅکله به له دغه ډول ستونزو سره مخ نه شي.
زه چې کله له کوره وځم نود کورځينې سامانونه، لکه چاړه، قيچي او يا د برق وسايل، لکه اوتو، منقل، اب ګرمي او داسې نور يو داسې ځای ايږدم، چې د ماشومانو په لاس ورنه شي. په کورکې مې يوه خونه په وړيا ډول يوه خپل ته ورکړې ده او دا شرط مې پر ايښی چې د ورځې له خوا به زما د ماشومانو ساتنه وکړي“. خو هغه ښځې، چې له کوره دباندې په کار بوختې دي، د هغوی بچيو او دکور چاروته پاملرنه څومره ضروري ده؟ فاطمه، چې د څلورو ماشومانو نيا ده په دې اړه داسې وايي: زما نږور رسمي وظيفه لري، زه خپله ترهغه مهاله پورې د خپلولمسيانوساتنه کوم، چې نږور مې بيرته کورته راځي“. ميرا جان هم د داسې يوې ميرمنې خاوند دی، چې رسمي وظيفه لري، دی وايي: “زه له خپلو ماشومانو سره په درسونوکې مرسته کوم، کله چې يې مور په کورکې په کوم کار اخته وي يا وظيفې ته تللې وي، نو زه د ماشومانو ساتنه کوم، دا ډېر ظلم دی، چې دکور ټول کارونه ښځوته پرېښوول شي“. مېرمن فوزيه د خپلوکورنيو کارونو په اړه داسې وايي: ”زه خپل ټول کارونه د يوه مهال وېش له مخې پرمخ بيايم، د کور ډېرکارونه د شپې له خوا کوم، کله چې له وظيفې څخه راشم نو ډېر وخت له خپلو ماشومانوسره تېروم. حميده دخپلې وظيفې په اړه وايي: اوس هم زه او هم زما ورېنداره وظيفې ته ځو، خو خپلو ماشومانو ته هم ډېره پاملرنه کوو. د غرمې له خوا زه او ياهم زما ورېندار کور ته راځو او ماشومانو ته خواړه تياروو“. له انګړ او خونوڅخه ټول خطرناک شيان ليرې کوو او همدارنګه مو د کوهي سر هم پوښلی دی، چې ماشومان ور و نه لوېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||