|
دښار غږ: بار وړونکي موټرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دکابل ولايت د ټرافيکو رياست د چارواکو په وينا، باروړونکې موټرونه د سهار له نهو بجو څخه بيا د ماځيګر تر پنځو بجو پورې ښار ته د ننوتو اجازه نه لري. خو بياهم د ورځې تقريباً (٢٥) لارۍ موټرونه دټرافيکي پوليسو له خوانيول کېږي. دغو لارۍ موټرونو هم ښاريانو ته ګڼ شمېر ستونزې ور پېښې کړي دي او هم يې د موټرو نظم ګډوډ کړی دی. د يادونې وړ ده چې، بار وړونکی يا لارۍ هغه موټر ته ويل کېږي چې، تر څلورنيم ټنه ډېر بار وړلای شي. داچې، لارۍ موټرونه د ورځې، له خوا ښاريانو ته کومې ستونزې پېښوي، په دې اړه په کابل کې د ټرافيکي پوليسو مدير سمونوال، اسدالله داسې وايي: ”څرنګه چې، باري موټرونه چټک نه شي تلای نو د موټرو بهير ګډوډکوي او لارې بندوي چې، په دې ډول ښاريانو ته ډېرې ستونزې پيداکوي“. د کابل ښار د ”کارته پروان“ سيمې يو اوسېدونکی محمد عظيم په دې باب داسي وايي:
”يوه ورځ موږ ناروغ درلوده، غوښتل مو چې، روغتون ته يې بوزو، خو د باروړونکو موټرونو له امله چې لاره يې بنده کړې وه. د شلو د قيقو پرځاي په يو ساعت کې روغتون ته ورسېدو. روغتون ته چې، ورسېدو نو دناروغ حالت ډېر خراب شوی و“. دکابل دکارته پروان سيمې يوبل اوسېدونکی، وحيد داسي وايي: ”يو څو ورځې مخکې يو لارۍ موټر چې، خاورې يې بارکړي وې پر يوه کنده ورغی او خاورې ځنې توی شوې، دغه خاورې څو ورځې يوې اوبلې خواته دوړېدلې“. سمونوال اسدالله وايي: ”که چېري ټرافيکي پوليس دورځې له خوا په ښار کې د باروړونکو موټرو مخه و نه نيسي نو تر دې زياتې ستونزې به پېښې کړي، ځکه نو موږ دورځې له خوا ښارته دلويو موټرو پر ننوتو جريمه ايښې ده“ خو داچې، بار وړونکې موټرونه ولې د ورځې له خوا په ښارونو کې تګ راتګ کوي، يو موټر چلوونکى ميرويس داسې وايي: ”موږ ځکه د ورځې له خوا په ښار کې تګ راتګ کوو چې، د شپې له خوا پر ارامه خپل خوب وکړو. که زه هره شپه له يوه ځايه بل ځاى ته ولاړ شم، نو ډېر ستړى کېږم“. يو بل موټروان نواب بيا داسي وايي: ”کله چې، موږ د ورځې له خوا ښارته ننوزو نو ټرافيکي پوليس مو نيسي او پيسې اويا هغه جنس چې، په موټر کې راسره وي، راڅخه اخلي او بيا اجازه راکوي چې، ښارته داخل شو“. سمونوال اسدالله په دې اړه داسي وايي: ”د لارۍ له موټروانانو څخه دوه ډوله پيسې اخيستل کېږي. يو هغه پيسې دي چې، شخصي جېبونو ته لوېږي ياني په رشوت کې اخيستل کيږي او دوهم ډول هغه پيسې دي چې د دولت خزانې ته ځي. موږ بار وړونکو موټر چلوونکوته وايو چې، که چېري تاسې ته د پيسو په بدل کې پارچه درکول کېږي، نو هغه ستاسې قانوني جريمه ده، بايد چې دغه پيسې تحويل کړئ او که له پارچې پرته له تاسې څخه پيسې اخيستل کېږي، ياني رشوت درڅخه اخيستل کېږي نو تاسي کولای شئ چې، موږ ته شکايت وکړئ. د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکى عمر وايي: ” ما د کابل ښار ته روميان راوړي وو، د باغ بالا په سيمه کې مو لارۍ چپه شوه.
داچې موټر زما نه و، روميان مې بل چاته په کرايه راوړل. له يوې خوا مې هغه ته نيم تاوان ورکړ او له بلې خوا ټپي هم شوم. دا چې غير قانوني ښارته راغلی وم، نو ټرافيکي پوليسو جريمه هم کړم، نو زما د ټول عمر خواري او زحمت د يوه ځل ناقانونه کار قرباني شو“. سمونوال اسد الله په دې باب داسي وايي: هغه لارۍ موټرونه چې، په ناقانونه ډول ښار ته ننوزي او بيا د کومې پېښې سبب کېږي نو موږ شواهد او ثبوتونه راغونډوو او بيا يې محکمې ته سپارو“. خو داچې، په دې وروستيو کې ولې په ښارونو کې دلارۍ موټرونو له امله پېښې ډېرې شوي دي، سمونوال اسدالله داسي وايي: ”دا ځکه چې، د کابل په ښار کې دخلکو او موټرو شمېره ډېره شوې ده. که چېرې ښاريان د ورځې له خوا په ښار کې لارۍ موټرونه ويني او هغوی ورسره په تکليف کېږي نو بايد موږ ته خبر راکړي چې، موږ يې مخه ونيسو. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||