|
د ښار غږ: د سړک دغاړې خواړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا فغانستان په ډېرو ښارونو کې خلک دسړکونو او لارو ترڅنګ دڅښاک او خوراک شيان خرڅوي. په دغوخوراکي شيانوکې اکثره يې لوڅ وي چې، دوړې او خاورې ورباندې لوېږي او د ډول ډول ناروغيو سبب کېږي. دغه دوکانداران وايي چې، دوی بېوزله دي، ځکه نو دغه شيان پلوري او هغه خلک چې دغه ډول خواړه او څښاک رانيسي وايي چې، موږ د ښوخوراکونو د رانيولو وس نه لرو. شاه محمد چې، دکابل د خېرخانې مېنې د لېسه مريم په بازارکې مزدوري کوي، په دې باب داسې وايي: ”زه د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره له سهاره ترماښامه د سړک پر غاړه ولاړ يم او دوکانداري کوم.
په هوټل کې د خوړو رانيولو توان نه لرم، مجبوره يم چې، دغه دلارې دسر خواړه وخورم“. جلال هم له شاه محمد سره يو ځای خواري غريبي کوي، دی وايي: ” زه ښه پوهېږم چې، دسړک دغاړې خواړه سړی ناروغه کوي، خو څه وکړم ناچاره يم چې دغه خواړه وخورم، ټول ښار له خاورو او دوړو ډک دی، يوځای هم صحي او پاک خوراکي شيان نه موندل کېږي“. د کابل ښار يوه اوسېدونکې مېرمن ناهيد په بازارونو کې د خوراکي توکو د پلورلو په اړه داسې وايي: ”ما يوه ورځ په بازار کې د مميزو شربت څښل. ګورم چې، په شربتوکې يومچ لوېدلی اومړ دی. پرهغه ځای مې خوا وګرځېده چې، باالاخره تر ډاکټره پورې ورسېدم“. نياز ملک چې د کابل په ښارکې دسړک پر غاړه مربا، اچار او سرکه خرڅوي، په دې باب داسې وايي: ”زه د مربا، اچارو اوسرکې دلوښو سرونه پټ ساتم، دغه ډول مې جالۍ هم پر اواره کړې ده. زما دا کار د دې سبب شوی چې، اوس خلک زما څخه ډېره سودا اخلي“.
عبدالسلام هم د دغه دوکاندار دهمېشنيو رانيوونکو څخه دی، دی په دې باب داسې وايي: ”زه له ډېره وخته راهيسي له دې دوکاندار څخه اچار، سرکه او مربا رانيسم، تر اوسه پورې دخدای فضل دی نه يې يم ناروغه کړی، ځکه چې دا دوکاندار د خپلو خوراکي شيانو پاکوالي ته ډېر پام کوي“. که څوک غواړي چې، د اړتيا له مخې دسړک د غاړې خوراکي شيان خوري، نو کېدای شي هغه خواړه وخوري چې، پاکوالي ته يې پاملرنه شوې وي. په دې ډول به نه يوازې داچې، خلک له روغتيايي ستونزو خوندي وي، بلکې د دوکاندار مشتريان يا سودا اخيستونکي به هم ډېروي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||