|
د ښار غږ: اختر او لګښتونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانسان ښاري اوسېدونکي هم دنړۍ د نورو مسلمانانو په شان د نويو کاليو په اغوستلو، خوراکونو او له خپلوانو سره په ليدلو، يو بل ته په مبارکۍ ورکولو او مېلوسره اختر لمانځي. د پروان ولايت د چاريکار ښار يوسپين ږيری سړی، چې محمد رفيق نومېږي د اختر په اړه داسې وايي: ”پخوا به موږ له ډوډۍ سره مېلمنوته يو ډول شربت ورکول، چې دوښا(دوش آب) به مو ورته ويل اوله انګورو څخه به موجوړول“. د کابل ولايت يوه مېرمن، شهلا د اختر په باب داسې وايي: ”پخوا به موږ د اختر لپاره ډېر ارزانه خواړه برابرول. دغه خواړه به مو اکثره له بازار څخه نه اخيستل. بلکې زموږ خپل په کور کې به مخکې لا موجود وه او يابه موږ په خپله جوړول، مثلاً يو ډول کلچې وې چې موږ په تناره کې پخولې او بيا به مو له چايو سره يوځای مېلمنو ته ايښودلې“. خو په اوسنيو اخترونو کې په ډول ډول وچو او تازه مېوو د مېلمنو هرکلی او درناوی کيږي، لکه کېک، کلچې، نقل، نخود، پسته، بادام، کشمش او داسې نور، چې رانيول يې د هر چا دوس خبره هم نه ده. دکابل ښار يو اوسېدونکی، شفيق الله په دې باب داسې وايي: ”زه که پوروړی کېږم هم، نو مجبوره يم چې داختر لپاره ډول ډول وچې او تازه مېوې او خوږې برابرې کړم. ځکه نه غواړم، چې د اختر په ورځو کې دمېلمنو په مخ کې کم راشم او يا دې زما په کور کې د يو شي کمی احساس شي.“ د کابل ښاريوه اوسېدونکې، ملالۍ د اختر په ورځوکې د درنو مصرفونو په باب داسې وايي: دغه درانه لګښتونه چې اوس دود دي، دا قتصادي تاوان ترڅنګ دخلکو ترمنځ دسيالۍ او مسابقې سبب هم کېږي. زه چې دکور پالنه او ډوډۍ پيداکول پر غاړه لرم، هيڅکله نه غواړم، چې په دغه ډول بې ځايه سياليوکې ځان واچوم اوځان تاواني کړم.
زه فکر کوم چې اختر د خوشالۍ او دوستانو سره دليدلو او پخلاينې لپاره دی، نه دسياليو او مسابقې لپاره، بايد سړی دسبا فکر هم وکړي، نه داچې په ساليو کې دومره غرق شي، چې پوروړی شي“. دا چې په ښارونوکې اکثره خلک په کارونو بوخت وي او دخپلو دوستانو سره دليدو لپاره چندان وخت نه لري، نو اختر ددوی لپاره يو ډېره ښه موقع ده. د کابل ښار يوه مېرمن، چې ريحانه نومېږي داسې وايي: ”زه په اخترکې زموږ له يوه ګاونډي کره ورغلم چې زموږ کوڅې ته نوی راغلی و. هلته چې مې وکتل، نو ددوی کره دبېلابېلو سيمو اوقومونومېلمانه راغلي وو. په دغومېلمنوکې يومېلمه له اتريش هېواد څخه راغلی و. زما ورور چې ډېر وخت ورک و، تصادفاً ده پېژانده. هغه ماته يې وويل چې ستا ورور په اتريش کې اوسيږي او بيايې ماته دهغه پته راکړه، چې په ورځ زما لپاره يو اختر دوه اختره شو. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||