|
د ښار غږ: د اختر جوړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اختر لپاره د افغانستان ټول خلک خوشاله وي او مخکې تر مخکې د دې ورځې لپاره تياري نيسي. د بېلګې په توګه څوک نوي کالي، څوک بوټونه او څوک بيا خوراکي شيان رانيسي. خو ځينې خلک بيا کوزده شويو نجونو ته د اختر جوړه وړي، دا چي د اختر جوړه څه ته وايي، د لوګر ولايت يوه اوسېدونکې داسې وايي: ”کوم شيان چې په اختر کې کوزده شوي هلک يانجلۍ ته ور وړل کيږي، د اختر جوړه بلل کېږي. په دې شيانو کي له يوې جوړې کاليو څخه نيولې بيا تر نهو جوړو پورې کالي وي. د دې ترڅنګ دسرو زرو غاړه ګۍ، بنګړي، ګوتمۍ، د سينګار سامان او وچې او تازه مېوې شاملي وي“. د يادونې وړ ده، چي په هره سيمه کې د جوړې دود او دشيانو شمېر سره توپير لري. اوس پوښتنه داده، چې په اخترونو کې د زوم د کورنۍ له خوا ناوي ته د جوړې ور وړل دڅه لپاره وي؟ دا پوښتنه د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې فهيمه ځوابوي:
”په اختر کې د کوژده شوې نجلۍ لپاره د جوړې وړولو هدف دا وي، چې نجلۍ ته دا احساس ورکړي، چې د خسرګنۍ په ياد ده او دخپلې کورنۍ غړې يې ګڼي“. خو ځيني کسان بيا د هلک له کورنۍ څخه په خپله خوښه د جوړې غوښتنه کوي. په دې اړه يوه سپين سرې ښځه داسې کيسه کوي: موږ غريب خلک يو، زوی مې سهار ترماښامه مزدوري کوي، اوس مې کوژده ورته کړې، د نږور کورنۍ مې احوال رالېږلی، چي د اختر د جوړې لپاره موږ خپله درسره ځو او په خپله خوښه هرڅه اخلو، خو موږ دومره وس نه لرو“. خو د هلک پر کورنۍ دغسې بار ايښودل کومې ناوړې پايلې لري؟ په دې اړه د کابل د کارته نو دسيمې اوسېدونکې مريمه داسې وايي: ”کله چي زما کوژده وشوه، نو د اختر د جوړې لپاره زما مور زماله خواښې او خاوند سره د جوړې اخيستلو لپاره بازار ته ولاړل. هرڅه چي به زما د مور خوښېدل نو په هغوی به يې اخيستل. مور مې د سيالۍ لپاره دا کار وکړ، ځکه چې زما د تره لور ته يې په جوړې کې دغه ډول قيمتي شيان راوړي وو. زما خسرګنۍ د دومره قيمتي شيانو د اخيستلو توان نه درلود، دغه شيان يې په پور واخيستل. کله چې زه واده شوم، نو مېړه مې زما ټول سره زر خرڅ کړه او هغه پيسې يې په پور کې ورکړې. اوس مې هره ورځ خواښې او اندرندې پېغورونه راکوي، وايي ستا له لاسه پوروړي شولو“. خو ټول کسان بيا داسې نه وي. نوريه، چې يوه مور ده او اوس يي لور کوژده شوې داسې وايي: ” زه هيڅ وخت نه غواړم، چي د اختر د جوړې لپاره خپل خېښان خفه يا پوروړي کړم، ځکه په دې سره زما د لور ژوند خرابېږي. د لور د خسرګنۍ، چې څه په وس وي نو زما لور ته يې په خپله راوړي او که هيڅ شی هم ورته را نه وړي، نو هم موږ نه خفه کېږو او نه ګيله کوو“.
د لغمان ولايت يو اوسېدونکی امان الله بيا وايي: ”کله چې مې کوژده وکړه، نو خسرګنۍ مې د اختر د جوړې لپاره يولوی لسټ جوړ کړی و، د لسټ شيان دومره ډېر و چې زما له وس څخه بيخي وتلي وو. بيا زه ورغلم او خپلې کوژدنې ته مې وويل، چي که ما پيسې درلودای، نو په خپله مې تردې لست ډېر شيان درته اخيستل، اوس که د جوړې لپاره پيسې پور کړم واده ته به پيسې څنګه برابرې کړم؟ هغې د اخبره له خپلې کورنۍ سره شريکه کړه، هغه و، چې زما خسرګنۍ وويل، هر ډول چې ستا خوښه وي موږ هغه درسره منو“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||