BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:50 گرينويچ 2007 ,25 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښار غږ: خلک او روغتونونه

يوه ناروغه په روغتون کې


د افغانستان د روغتيا وزارت د چارواکو په وينا، يوازي په کابل ولايت کې د (١٧) په شاوخوا کې دولتي روغتونونه په کار بوخت دی.

لکه څنګه چې هره اداره او وزارت دکار کولو لپاره ځان ته خاص شرايط او قوانين لري، دغه ډول روغتونونه هم دځينو قوانينو له مخي خپل کارونه پر مخ وړي.

خو ځينې ناروغ لرونکي خلک هم ديوشمېر روغتونو د کارکوونکو له چلند څخه خوښ نه دي. په دې اړه دکابل ولايت يو اوسېدونکی تميم چې د خپل ناروغ ليدوته تللی، داسي وايي:

”د روغتونو کارکوونکي هغه څوک دخپلو ناروغانو ليدوته ور پرېږدي چې پېژني يې، موږ ته اجازه نه راکوي“. يو بل تن چې رحمان نومېږي د ناروغانو د ستونزو په اړه داسې وايي:

خلک او روغتونونه
 د روغتونو کارکوونکي هغه څوک دخپلو ناروغانو ليدوته ور پرېږدي چې پېژني يې، موږ ته اجازه نه راکوي
تميم

”د روغتون کارکوونکي د شخصي پېژندګلوۍ او پيسو اخيستلو له مخي له ناروغ او ملاقات کوونکو سره مرسته کوي“. خو دکابل ښار يو بل اوسېدونکی، صمد داسي وايي:

”کله چې ډاکټران ناروغان ويني دناروغانو خپلوانو اوملاقات کوونکو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي، بايد چې په دې وخت کې ور نه شي“.

په دې اړه په کابل کې د انتاني روغتون مرستيال، ډاکټر مراد مموزی داسي وايي:

”دغه ډول ستونزې خپله دملاقات کوونکو له خوا رامنځ ته کېږي، ځکه چې پر ټاکلي وخت د ناروغانو ليدوته نه راځي.

دغه خلک د روغتون له چارواکو څخه له حده ډېره تمه کوي، د بېلګې په ډول وړيا دارو غواړي او د هغو معايناتو غوښتنه کوي چې په روغتون کې يې اسانتياوي نه وي.

که يوناروغ يا ملاقات کوونکی د روغتون له کارکوونکو څخه شکايت ولري، ددې پرځای چې شور جوړکړي،

خلک او روغتونونه
 کله چې ډاکټران ناروغان ويني دناروغانو خپلوانو اوملاقات کوونکو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي، بايد چې په دې وخت کې ور نه شي.
صمد

دغه ستونزې دي مخامخ يا د ټيليفون له لارې د روغتون له چارواکو سره شريکې کړي“.

د کابل ښار يو بل اوسيدونکی اکرام چې څه موده وړاندې يې يوخپل په يوه روغتون کې بسترکړی و داسې وايي:

”کله چې سړی د روغتونونو حالت ته ګوري، نه شي کولای چې يو اړخيزه قضاوت وکړي.

ځکه چې ځينې ناروغ لرونکي هم د روغتون چارواکو ته ستونزې رامنځته کوي.

دوی پرته له دې چې د روغتون له کارکوونکو ستونزې په پام کې ونيسي، له هغوی څخه بې ځايه تمه لري.

مثلاً دوی غواړي چې نرسان او ډاکټران بايد تل ددوی د ناروغ په څنګ کې ولاړ وي. د کابل ښار يوه اوسېدونکې شريفه يوې بلې ستونزې ته هم اشاره کوي:

د حل لاره!
 که يوناروغ يا ملاقات کوونکی د روغتون له کارکوونکو څخه شکايت ولري، ددې پرځای چې شور جوړکړي، دغه ستونزې دي د روغتون له چارواکو سره شريکې کړي.
ډاکټر مراد مموزی

ځيني کورنۍ د خپلو ناروغانو ليدو ته په ډله ييز ډول راځي، ځينې خلک ماشومان هم له ځان سره راولي،

چې په روغتون کې شور او غالمغال جوړوي او په دې ډول د روغتون فضا ګډوډوي“.

خو کرشمه بيا دغه ټولې خبرې په پام کې نيسي، دا وايي: زه د خپل نارغ د ليدلو پر مهال هڅه کوم چې د لوړو کوړيو بوټان په پښو نه کړم،

ځکه چې په روغتون کې شور جوړوي او ناروغان په تکليف کېږي. همدارنګه له ځان سره روغتون ته ماشومان هم له ضرورت پرته نه بيايم.

شخصي ښوونځي د ښار غږ
شخصي ښوونځي
ښارونه او مالداري دښار غږ
ښارونه او مالداري
ماشومان او بايسکل چلول د ښار غږ
ماشومان او بايسکل چلول
په کابل ښار کې څو پوړيزه ودانۍد ښارغږ
څو پوړيزه ودانۍ
موټرچلول او موبايل ټيلفوند ښار غږ
موټرچلول او موبايل
وچه ميوه خر څوونکید ښار غږ
اختر او لګښتونه
يوه ميرمنه د کابل ښار په بازار کې د ښار غږ
د اختر جوړه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>