BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:34 گرينويچ 2007 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: شخصي ښوونځي

د شخصي ښوونځي زده کوونکي

دپوهنې وزارت چارواکي وايي چې، له يوه کال راهيسي د افغانستان په بېلابيلو ولايتونو کې سل شخصي ښوونځي جوړشوي

او د نوموړي وزارت له خواشلو ښوونځيوته جواز ورکول شوی دی.

په شخصي ښوونځيوکې په بېلابېلو ژبوتدريس کېږي. د پوهنې وزارت دپلان رياست معاون، غلام محمد حاجي زاده وايي: ”د دولتي ښوونځيوتر څنګ شخصي ښوونځي هم کټوردي.

البته هغه شخصي ښوونځي چې له دولت سره ثبت او رجسټر شوي وي، پر شخصي ښوونځيو ددولت له خوا داشرط ايښودل شوی چې ددولتي ښوونځيو په شان تعليمي نصاب ولري“.

شخصي ښوونځي
 د دولتي ښوونځيوتر څنګ شخصي ښوونځي هم کټوردي البته هغه شخصي ښوونځي چې له دولت سره ثبت او رجسټر شوي وي.
غلام محمد حاجي

خو دا چې په شخصي ښوونځيوکې دورځې څوساعته درس ورکول کېږي

او په هر ښوونځي کې څوتنه زدکونکي کېني، په کابل ښارکې ديوه شخصي ښوونځي مسئوله، شکريه تحسين وايي:

”موږ د سهار له اووو بجو څخه بيا تر يوې بجې پوري زده کوونکو ته درس وايو، چې هر زده کوونکي ته د زده کړې لپاره پوره وخت ورسېږي.

موږ د زده کوونکو له فيسونو څخه د لسو ښوونکو پر ځای شلو ښوونکوته معاش ورکوو، ځکه هرڅومره چې ښوونکي ډېروي، هغومره د زده کونکو سره مرسته کېږي“.

په شخصي ښوونځيوکې په بېلابېلو ژبو تدريس کېږي چې دې کار هم يو لړ ستونزې پېښې کړي دي. په دې اړه دکابل ولايت يواوسېدونکی، ګل اغا وايي:

” زما خپل زوی په داسې شخصی ښوونځي کې شامل کړی دی چې په مورنۍ ژبه درس ورکوي.

زموږ په سيمه کې داسې ښوونځي هم شته چې يوازي په انګلسي ژبه تدريس کوي، خو زما زوی په انګلېسي ژبه نه پوهېږي“.

اياشخصي ښوونځي څارل کېږي؟
 شخصي ښوونځي هم د دولتي ښوونځيو په شان د ښوونې او روزنې د وزارت د مسئولينو لخوا کتل کېږي.
حاجي زاده

د ننګرهار ولايت يو اوسېدونکی علم شاه داسي وايي: ” که چېري يوشاګرد له يوه شخصي ښوونځي څخه بلې ته تبديلېږي، بايد څه وکړي؟

شکريه تحسين په دې باب داسي وايي:

”کوم شاګردان چې له بل ښوونځي څخه راځي موږ اسناد ورڅخه غواړو اوبيا امتحان ورڅخه اخلو.

تردې وروسته يې دکورنۍ په خوښه دده له سويې سم په ټولګي کې کېنو.

هغه څوک چې له بل ښوونځي څخه اسناد راوړي بايد هغه ښوونځی له دولت سره ثبت اورجسټر شوی وي.

دکابل ښار يواوسېدوکي مجيب داسي يوه پوښتنه لري: ”خلک به څنګه پوه شي چې داښوونځی دښوونې او روزنې له وزارت سره ثبت؟

غلاممحمدحاجي زاده داسي وايي: خلک کولای شي چې دمشکوکو ښوونځيو دپوهنې له وزارت څخه معلومات وغواړي.

شخصي ښوونځي
 موږ د سهار له اووو بجو څخه بيا تر يوې بجې پوري زده کوونکو ته درس وايو، چې هر زده کوونکي ته د زده کړې لپاره پوره وخت ورسېږي.
ميرمن شکريه

خوپه شخصي ښوونځيوکې د زده کوونکو لپاره کومې اسانتياوي برابرې شوي دي؟

دکابل ښار د يوه شخصي ښوونځي يوزده کوونکی داسي وايي:

”زموږ ټولګي ډېر ښه جوړ شوي دي، له يوه ټولګي څخه بل ټولګي ته اواز نه ورځي، د زده کړې وسايل مو پوره دي، لکه، مېز، څوکۍ، تخته، تباشير او نور.

دمينې په نوم يوه نجلۍ پوښتي چې، اياشخصي ښوونځي ددولت له خواڅارل کېږي کنه؟ حاجي زاده په دې باب وايي:

” شخصي ښوونځي هم د دولتي ښوونځيو په شان د ښوونې او روزنې د وزارت د مسئولينو لخوا کتل کېږي.

ښارونه او مالداري دښار غږ
ښارونه او مالداري
ماشومان او بايسکل چلول د ښار غږ
ماشومان او بايسکل چلول
په کابل ښار کې څو پوړيزه ودانۍد ښارغږ
څو پوړيزه ودانۍ
موټرچلول او موبايل ټيلفوند ښار غږ
موټرچلول او موبايل
وچه ميوه خر څوونکید ښار غږ
اختر او لګښتونه
يوه ميرمنه د کابل ښار په بازار کې د ښار غږ
د اختر جوړه
يو هلک د سړک څخه د اوړېدو پر مهالدښار غږ
کوچنيان او سړک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>