|
دښار غږ: ښارونه او مالداري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هغه کسان چې په ښارونو کې څاروي څروي، کوچيان دي، ځايي اوسېدونکي اويا هغه کسان دي، چې خپل څاروي او رمې د خرڅلاو له پاره ښارته راولي. داچې په ښـارونوکې څړځايونه نه شته، نوهغوى اړ دي چې خپل مالونه په، سړکونو، لارو او کوڅو کې وڅروي. دکابل ښار يو اوسېدونکی محمدهاشم په دې باب داسي وايي: ”موږ ځکه مالداري کوو، چې يو خوبوختيا ده او بل يې له محصولاتو څخه هم ګټه اخلو“. يوه مېرمن چې نه غواړي نوم يې يادشي، داسي وايي: ”زموږ ګاونډي څاروي ساتلي دي چې بدبوی يې زموږ انګړته هم راځي، دګرمۍ په موسم کې خو بيخي د کوټو کړکۍ نشو خلاصولای“. دکابل ښاروالۍ دتنظيفاتو او سمسورتيا لوى رئيس ښاغلى نثاراحمد حبيبي وايي: ”په دې کار سره خلکو ته ګڼ شمېر ستونزې پيدا کېږي او په ښارونو کې مال ساتل ښاري فرهنګ ته هم زيان رسوي. دښار سمسورتيا له منځه وړي او هواککړوي، چې په دې ډول په ښار کې بېلابېلې ناروغۍ پيداکېږي “. کله چې مال لرونکي خپل څاروي او رمې له يوه ځايه بل ځاى ته دڅرولو له پاره بيايي، نو دې اړدي، چې له سړکونو او واټونو څخه تيرشي، چې دا کار هم زياتې ستونزې زېږوي. عبدالقسيم ډرايور، چې دکابل ښاراوسېدونکى دى داسي وايي: ”يوه ورځ يوخر له سړک څخه تېرېده چې په موټر مې وواهه، له دې امله په لويه لانجه واوښتم. دخره خاوند زموږ دنادولتي ټولنې دفتر ته راغى اوشپږ بوجۍ اوړه تاوان يې واخيست“. يو شپون وايي چې په کليوکې کافي اوبه او واښه نشته، ځکه نوموږ دې ته اړ کيږو چې په ښارونو کې خپل څاروي وڅروو. نثاراحمدحبيبي دمالدارانو دليلونه ردوي او وايي: ”په کليوکې دښار په پرتله زيات څړځايونه شته او هغه څوک چې خپل څاروي ښارته دخرڅلاو لپاره راولي په ښارونو کې دي يې دڅارويو منډه يانوته ورولي. هغه څوک چې دڅارويوله ساتنې سره مينه لري، د هغوى له پاره دکابل شاوخوا اوداسي نوري سيمې شته، دوی کولای شي هلته خپل څاروي وڅروي. ځيني ښاري خلک په خپلو کورونو کې غواوې ساتي چې ګاونډيانو ته يې ستونزې پيدا کړي وي.
نه لکه د کابل ښار يو اوسېدونکى سيداحمد ددې ستونزې داوارۍ په باب داسي وايي. موږ دخپل کور د انګړ په يوه ګوښه کې د ګاونډيانو له کور څخه ليري دغواګانوله پاره غوجله جوړه کړې ده او د لمر وړانګې ورننوزي چې په دې ډول هم غوجله بدبوی نه کوي او هم زموږ روزي اوعايد له لاسه نه وزي. موږ خپله غوادباندي نه باسو بلکې په کور کې خواړه ورکوو، ځکه چې که دباندې يې بوزو، لارې او کوڅې چټلوي او ښار بدبويه او بدرنګه کيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||