|
د ښار غږ: ماشومان او بايسکل چلول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ښارونو کې دګڼې ګوڼې له امله ټرافيکي پېښې ډېرې شوي دي. په کابل کې د ماشومانو روغتون د چارواکو په وينا، له تېرو دوو مياشتو راهيسې يوازې د کابل په ښارکې (٧٠٠) ټرافيکي پيښې شوي دي. د دغو پېښو په قربانيانو کې ماشومان او نوي ځوانان هم شامل دي چې په دوی کې يوشمېر يې د بايسکل او موټرسايکل چلولو له امله له ټرافيکي پېښو سره مخ شوي دي. د کابل ولايت يو اوسېدونکی، نويد چې ديارلس کاله عمر لري وايي: ”يوه ورځ پر بايسکل سپور وم، له سړک څخه تېرېدم چې، موټر ووهلم او ټپي شوم.“ دکابل ولايت يو بل اوسېدونکی تواب وايي: ”زما ډېر خوښېږي چې پر موټرسايکل تګ راتګ وکړم، زه څو ځله له موټرسايکل څخه لوېدلی او ټپي شوی يم“. دکابل ولايت کې يو ماشوم شهرام، په دې اړه داسې وايي: ”زما د تره د زوی موټرسايکل له بل موټرسايکل سره ټکر وکړ او ټپي شو“. دکابل ښار يوبل اوسېدونکی موسی وايي: ”پر بايسکل او موټرسايکل سپرېدل او لوبې کول د ماشوم حق دی، په تېره هغه لوبې چې د ماشوم ډېرې خوښېږي. که چېري ماشوم خپله بايسکل ونه لري کولای شي په کرايه يې واخلي خو داسې بايسکل چې وړوکی وي او چلول يې اسانه وي“. کله ناکله په پارکونو، سړکونو او څلورلارو کې ماشومان او نوي ځوانان پر بايسکلونو او موټرسايکلونو باندې هم له ټرافيکي پېښوسره مخ کېږي. محمد موسی په دې باب وايي: ”هغه ماشومان چې پر بايسکل ناست وي او دشا له خوا په موټر پوري لاس نيسي، پر يوه بايسکل دوه درې نفره سپرېږي او يا بايسکل چټک ځغلوي، د ګڼ شمېر ټرافيکي پېښو لامل کېږي. زما ( ١٣) کلن زوی پربايسکل سپور و، چې موټر وواهه. هم خپله دی ټپي شو اوهم يې بايسکل خراب شو“. د کابل ښار يوبل اوسېدونکی مولانا وايي:
”د دې لپاره چې ماشومان او نوي ځوانان د بايسکل او موټرسايکل چلولو پرمهال له ټرافيکي پېښوڅخه خوندي پاته شي، بايد دکورنۍ مشران خپلو اولادونو ته د ټرافيکي قوانينوپه اړه معلومات ورکړي. دغه ډول د سړک پرمنځ او ګڼه ګوڼه ځايونوکې بايسکل نه چلول، پر بايسکل څو نفره نه سپرېدل، د بايسکل چلولو پرمهال موټر دشا له خوانه نيول او بايسکل کرار چلول هم دټرافيکي پېښو مخنيوی کولای شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||