|
د ښارغږ: څو پوړيزه ودانۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ډېرو سيمو کې د لوړ پوړيزو ودانيو جوړل پيل شوي دي، خو ځيني خلک بيا د استوګنې په سيمو کې له نا معياري او خپل سرو لوړپوړيزو ودانيو څخه سرټکوي. د کابل ښار يو اوسېدونکی حميدالله داسې وايي: ”زموږ د کور ترڅنګ يوه لوړه ودانۍ جوړه شوې ده، زموږ په کور کې ټوله ورځ سيوری وي، لمر په سترګو هم نه وينو“. د کابل ښار يو بل اوسېدونکی، نصرت الله داسې وايي: ”لوړو ودانيو زموږ پاکې او صحي اوبه چټلې کړي دي چې، په نتيجه کې يې زموږ ماشومان ناروغه شوي دي“. يو تن چې دخپل نوم له ښودلو نه يې ډډه وکړه، وويل: ”زموږ دکور ښځې په خپل کورکې نه شي ګرځېدای، ځکه چې، زموږ د کور مخامخ يوه لوړه وداني جوړه شوې ده، له دې ودانۍ څخه زموږ د کوټو منځ هم ښکاري“. په ښارونو کې له دغه ډول ودانيو څخه اکثره د تجارتي کاروبار لپاره کار اخيستل کېږي. که دغه ودانۍ د استوګنې په سيمه کې جوړې شي، نو د شاوخوا خلک ورسره په تکليف کېږي. د کابل ولايت د ښاروالۍ يو کارکوونکی عنايت الله ثاني داسي وايي: ”موږ کولای شو چې دغه لوړ پوړې ودانۍ له منځه يوسو، خو په دغو ودانيو باندې ډېر لګښت شوی او موږ نه غواړو چې خلکو ته اقتصادي زيان ورسېږي. موږ د کابل ښاروالۍ پر يوه قانون باندې کار کوو چې، له مخي به يې پرخپل سر د لوړپوړو ودانيو دجوړولو مخه ونيول شي، تردې وروسته به دغه ډول ودانۍ په تجارتي سيمو او ښارګوټو کې جوړېږي“. د کابل ولايت يوبل اوسېدونکی، فتح محمد چې د څو لوړپوړيزو ودانيو خاونددی، داسي وايي: ”زه ددې لپاره چې خلکو ته ستونزې جوړې نه شي خپلې لوړپوړيزې ودانۍ مې په تجارتي سيمه کې جوړې کړي دي.
د دې ترڅنګ مې ګلداره (ړندې) ښيښې ورلګول ي دي چې څوک معلوم نه شي، دغه ډول مې د کورونو خوا ته دېوال جوړ کړی دی“. د کابل ښار والۍ د چارواکو په وينا، که څوک د استوګنې په سيمه کې لوړې ودانۍ جوړوې، نو د سيمې خلک دې دوي ته شکايت وکړي، چې په پايله کې به دوی ددغسي خپل سرو ودانيو د جوړېدومخه ونيسي. د کابل ولايت يو اوسېدونکی احمدشاه داسې وايي: ”زموږ په سيمه کې يوه سړي غوښتل چې، يوه لوړه وداني جوړه کړي، بيا موږ د جومات د امام په مرسته ښار والۍ ته شکايت وکړ او ښاروالۍ هغه کار پرې بند کړ. د لوړپوړو ودانيو جوړول هغه مهال ګټور تمامېږي چې، په تجارتي سيمو او ښار ګوټوکې د ښارجوړولو وزارت اوښاروالۍ د پلان له مخې جوړې شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||